BILAL SARWARY Profile picture
Thinking about ALL AFGHANS who get up each morning and dont have the option of just walking away from it ALL. Ind Scholar @Middlebury 2010. AFGHAN. Journalist.

Apr 4, 2022, 9 tweets

نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت هغه ولایت دی ، درې برخې لري چې د شرقي، غربي او مرکزي نورستان څخه عبارت دی.
نورستان اته ولسوالۍ لري، چې د ښکلا بیلګې یې د نړۍ په کچه خورا مشهورې دي.

نورستان په تېرو شلو کلونو کې له بیارغونې او ابادۍ لیرې پاتې شوی، که چیرې یې د سړکونو ، پارکونو، ودانیو او اړونده برخو رغونې ته پام شوی وای نو د نړۍ د مشهورو سیاحتي ځایونو ځای به یې نیولی وای.
تیرو څو کلونو کې د ملي پارک په نوم نومول شوی وو خو هغه اړونده اسانتیاوې یې نلرلې.

په ختیځ کې پروت د نورستان د سیاحتي او اقتصادي پلوه خورا مهم دی.
په نورستان کې د قیمتي ډبرو کانونه ځنکلونه او نندارې سیمې تر بلې هرې سیمې زیاتې دي، خو متاسفانه چې په تېرو شلو کلونو کې دغه ولایت د جګړې او اقتصادي مافیا په منګلونو کې پروت او د بیارغونې له پلوه صفر وو.

نورستانیان د میلمه پالنې له پلوه خورا مشهور دي، ددې سیمې خلک ځانګړي او جالب دودونه لري چې مشهور یې د واده په شپه د ناوې له لوري د خپلې کورنۍ ځوانانو ته په خپلو لاسونو ملمستیا تیارول دي.
چې د ملمستیا وروسته یې ځوانان د خوښۍ ، ساز او سرود مېله جوړوي.

خو د واده د شاوو کره بیا لکه د تودې جګړې صحنه جوړه وي او ډیر خوندور او مخور یې بیا هغه دی چې ډیرې دزې پکې وشي، شاووګان پکې ان په راکیټونو هم ډزې کوي.

په تېرو شلو کلونو یوازې د بیارغونې او ابادۍ په برخه کې د نورستان برخه خواره نده بلکې صحت، معارف او لوړو زده کړو برخه یې هم په نشت حساب ده، داسې غریزې سیمې لري چې بیړني ناروغان ان په ساعتونو، ساعتونو تر روغتیايي مرکزه په پښو مزل کوي.

اکثره ښوونځي یې سرپناه نلري او معملینو تعداد یې هم په نشت برابر دی .
نورستان ته په وروستیو کلونو د لوړو زده کړو یو موسسه منظور شوې چې دمګړۍ یوازې د کاغذ پر مخ ده او چارې یې په ټپه ولاړې دي.

د نورستان د ښکلا دا انځورونه یو نږدې دوست زما په غوښتنه راولیږل، خدای دې په هېواد کې داسې سوله او امن راولي چې هرې څنډې ته یې بې له کومې ویرې سفر وکړو.

Share this Scrolly Tale with your friends.

A Scrolly Tale is a new way to read Twitter threads with a more visually immersive experience.
Discover more beautiful Scrolly Tales like this.

Keep scrolling