امیرالمؤمنین: دا د خوښې ځای دی چې په داسې محور سره په اتحاد راټول یو او په دې لټه کې یو چې څه ډول د اللهﷻ نظام پلي او تحفظ یې وشي. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: له ډیرو تکاليفو.وروسته یوځل بیا اللهﷻ ظاهري او باطني امن راکړ، د خلکو مالونه په امن دي، شرعي نظام قائم دی، همدا غونډه د همدې لپاره چې څه ډول وکولی شو د نظام ساتنه وکړو. #کندهار_ولسي_غونډه
دا ازادي په داسې اسانه توګه نه ده راغلې، د وینو او سرونو په قیمت ترلاسه شوې، ډیر معصوم انسانان قربان شول، داسې چې په خپلو غوښو هډوکو او وینو یې مبارزه وکړه، په خپلو غوښو یې د ډرون او نورو بمبارونو جواب و وایه. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: دا هغه مجاهدین دي چې د حق په دفاع کې یې قرباني ورکړه، دا د پیسو، کرایې او مادیاتو فوج نه ده، دا د عقيدې او نظریې فوج ده. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: زمونږ ستاسو ملګرتیا په شریعت دی، کله چې په ما یا تاسو کې د عقیدې او.نظریې بدلون راغی بیا به هر څوک په خپله ځو دا قربانۍ مو د شریعت د تحفظ لپاره ورکړې دي. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: د افغانستان په هر وګړي لازمه ده چې د دې نظام ساتنه وکړي او همکاري یې وکړي، دا مو خپل نظام دی، لکه د نورو پردیو نظامونو په څیر نه دی، له هیچا سره وابستګي نلري. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: زه د ا.ا د سر سړی یم، خو لکه ستاسو په څیر له هیڅ هیواد سره وابستګي نلرم، یواځې له هغه رب سره مو تعلق دی چې شل کاله مو د هغه لپاره قرباني ورکړه، خاص همغه ته به سرټیټوو. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: له دنیا سره په ټولو هغو امورو کې تعامل کوو چې له شریعت سره په ټکر کې نه وي، همدا زما او د ملت هدف دی، ملت او ا.ا یو دي، ژمنه کوم چې له شریعت څخه به نه په شا کیږو. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: ټولې نړۍ سره په هغو امورو کې تعامل کوو چې له اسلام او زمونږ له ملي مصالحو سره په ټکر کې نه وي. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: کوم وخت کې چې مونږ یا نظام کې مو د شریعت خلاف څه ولیدل ستاسو حق دی راته و وایئ، البته له بې ځایه تبلیغاتو تیر شئ، والي صاحبانو ستاسو خپل خلک دي، هره نيمګړتيا ورسره شریکه کړی. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: محکامو ته امر کوم چې د چا د ملامتیا او تاثیر لاندې رانشي، د ستړیا احساس باید و نه کړي، له هغه قاضي بیزاره یم چې په لوړرتبه سړي د خدای حکم نه تطبيقوي او په کوچني یې تطبيقوي، قانون په ټولو.یو ډول باید تطبیق شي. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: علماء دې د ملت د بچیانو تربیې ته متوجه شي، اخلاقي تربیه دې وکړي، کله چې اخلاقي تجربه وشي خپله د جرمونو مخه نیول کیږي، د رسول اکرم ﷺ په دوره کې یواځې دوه حده جاري شوي دا د اخلاقي تربیې له وجې و. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: مجاهدینو ته دا وایم د پنجشیر له خلکو سره احسن امتیازي چلند وکړئ، هلته څلویښت کاله ستاسو خلاف تبلیغات شوي، پردي او د دوی دښمنان ورته معرفي شوي یاست، د خپلو ځوانانو نظریې جوړې کړئ. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: ګورئ هر چا که د تیرې ادارې څوک و وژلو محکمې ته ورسره ځم، هیچا ته اجازه نه ورکوم، ټولو ته عفوه شوې او بیا به هم ورته عفوه وي. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: طالب دې خلکو ته متعهد دی، امن ته یې متعهد دی، افغانان په تیر کې په هر نوم.و ویشل شول، خو همدا طالب و چې په یو نوم یې سره راټول کړل. #کندهار_ولسي_غونډه
امیرالمؤمنین: د افغانستان د ازادۍ او استقلال ساتنه له علماء وروسته د تجارانو ذمه واري ده، مونږ او یا دا ملت که د غربت له امله کومه معامله کوو دا به د تجارانو له امله وي. #کندهار_ولسي_غونډه
دا ورځ د باطل په وړاندې د حق د بري او د اشغالګرو او د هغو له غلامانو څخه د هیواد د آزادۍ پيلامه شوه.
د دې ورځې د لمانځلو په ترڅ کې لاندې څو ټکوته ستاسو پام را اړوم.
ــ ټول ملت باید د دغې ستر بریا چې هیواد مو له اشغال، جنګ او ناورين څخه خلاص شو قدردانی او شکرګزاري وکړي.
۵/۲
او د اسلامي نظام د استحکام او بقا لپاره، لا ډيره همکاري، اخلاص او دعاوې وکړي.
ــ د اسلامي امارت ټول مجاهدين او ځواکونه باید لا ډير صبر، استقامت او حوصله ولري او د هیواد د امنیت په ټينګښت کې لا ډير کوښښ وکړي.
ــ د اسلامي امارت ټول مسئولین باید پخپلو مسئولیتونو کې لا ډير اخلاص،
۵/۳
۳/۷ ــ له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هیوادونو سره ګډ کار کول دې ته اړتیا لري، چې اسلامي امارت د رسمي جهت په توګه عملي ګامونو اخستلو ته تابیا ونیسي او په دې برخه کې د باور فضا رامنځته کول دير مهم دي.
د بیلګې په توګه کنګل شوې پيسې باید را خلاصي شې