Thread : Pashto Tappas related to 2nd Anglo Afghan War (27th July, 1880) #MaiwandDay
د پښتو ټپو کښې د ميوند ورځ زکر
که میوند کې شهید نه شوې
ګرانه لالیه بي نګي ته دې ساتیه
#MaiwandDay
خال به ديار له وينو كښيږدم
چې شينكي باغ كښي گل گلاب وشرموينه
#MaiwandDay
سر مې دې جار تر خپل وطن شی
چې د ميوند په شهيدانو حساب شمه
#MaiwandDay
سوری سوری په ګولو راشې
د بې ننګۍ آواز دی را مه شه مينه
#MaiwandDay
توره په لاس بوړی په غاړه
جانان ولاړ دی د ميوند غزا له ځينه
#MaiwandDay
يعقوب يې وړی کلکتې ته
ځکه ځوانان نن د ميوند جنگ لره ځينه
#MaiwandDay
سبا به جنگ په ميوند ميدان وی
ځوانان به وينه تويوي جنگ به گټينه
#MaiwandDay
زما هغه توريالی يار دی
چی پيرنگيان ترې په میوند کې ځيگرخورينه
#MaiwandDay
Share this Scrolly Tale with your friends.
A Scrolly Tale is a new way to read Twitter threads with a more visually immersive experience.
Discover more beautiful Scrolly Tales like this.
