۳/۷ ــ له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هیوادونو سره ګډ کار کول دې ته اړتیا لري، چې اسلامي امارت د رسمي جهت په توګه عملي ګامونو اخستلو ته تابیا ونیسي او په دې برخه کې د باور فضا رامنځته کول دير مهم دي.
د بیلګې په توګه کنګل شوې پيسې باید را خلاصي شې
۴/۷ ــ او په امنیتي برخه کې د دوحې تړون عملي کول او تور لست ختمول مهم نقش لري.
ده وویل چې اسلامي امارت د دوحې تړون عملي کولو ته ژمن دی او نړۍ ته مو هم پيغام دادی چې د متقابل احترام په بنسټ ولاړې اړیکې غواړو.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي هم له خپل اړخه ډاډ ورکړ،
۵/۷ ــ ورکړ، چې د ملګرو ملتونو د تورلست په سپینولو کې به لا ډيرې هڅې وکړي.
دغه راز یې دبشري مرستو نه علاوه دنورو مرستو ژمنه هم وکړه.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې داسلامي امارت په راتګ سره امنیت تأمین شوی، له لس کلن ځنډ وروسته یې بیرته د ځمکې اوهوا له لارې د مرستو لړۍ پیل کړې ده.
۶/۷ ــ دملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال زیاته کړه، چې اوس ستاسي سره له نژدې کار کول هغه تبلیغات چې په تیرو شلو کلونو کې ستاسي په ضد شوي وو، منفي کوي او نړۍ ته مثبت او د ډاډ پيغام ورکوي او داچې ملګري ملتونو ډاډ من دي، چې اسلامي امارت له فساد سره د مبارزې کلک هوډ لري.
۷/۷ ــ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال همدارنګه وویل چې دی له افغانستان څخه د امن، سوکالۍ او د ګډ کار د ژمنې او تعهد له پيغام سره بیرته د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ورځي، چې دا به راتلونکو ورځو کې افغانانو ته ښه زیري ولري.
• • •
Missing some Tweet in this thread? You can try to
force a refresh