وایي یو سپي ژرنده څټله او بل سپي هغه سپی څټه. اوس په اکثره افغانانو او د هغوي په ځینو نامه مشرانو باندې همدغه حالت حاکم دی.
۲/۱۱
ځیني وایي چې پاکستان سره باید دروابطو نوی فصل پرانیزو خو دا فصل څوک باید پرانیزي؟ځکه د یو هیوادنوې فصل یو مشروع/قانونمند حکومت پرانیزي.که کومه ډله/شخص دیو بل هیواد سره نوي فصلونه پرانیزي،هغوي دیو ملت استازولي نشي کولې،بلکې دا فصل دجاسوسې/استخباراتي لوبو لپاره پرانیستل کیږي.
۳/۱۱
افغانستان د همدغه نوي فصلونو او استخباراتي لوبو قریاني دی چې یو شمیر ډلې او افراد د افغانستان د ملي ګټو په وړاندې په تیرو څو لسبزو کې استخدام شول.
۴/۱۱
که یوه سیاسي معلومه پروسه د یوې معتبرې ادارې لکه د ملګرو ملتونو لخوا، اعلان شي، بیا په هغه صورت کې افغانان او یا سیاسي ډلې په هغه پروسه کې باید برخه واخلي او څه فرق نه کوي ځکه خبره به پټه نه وي.
۵/۱۱
البته د سیمې او نړۍ د رقابتونو له امله ځای او هم د منازعاتو او سیاسي حل په اړه همیشه د منځګړي اعتبار، رول او ځای مهم دی.
د اسلام اباد د غونډې نه د پاکستان هدف دا دی چې غواړي د افغانستان حاکمه او هم مخالفه ډلې او افراد په خپل واک کې وساتي.
۶/۱۱
د اسلام اباد د ناستې نه پاکستان پیغام افغانانو، سیمې او نورو نړیوالو ته دا دی چې د افغانستان حاکمه او هم د هغوي ځیني مخالفین د دوی په واک کې دي. د هر یو نه په خپل وخت په خپله خوښه استفاده کولې شي.
۷/۱۱
پاکستان غواړي چې د اسلام اباد د ناستې ګډونوالو او تاید کوونکو مخونه په خپلو چټلیو رنګینه کړي ځکه دغه کسانو لپاره هیځ معیار ارزښت نه لري.
پاکستان یو مشکل لري چې دا کسان هر څوک کرایه کولې شي او که بل چا ورته لوړه کرایه ورکړله، نو بیا دوی د هغوي په خدمت کې دي.
۸/۱۱
پاکستان اوس د کرایه ورکولو لپاره زیات امکانات نه لري خو کوښښ کوي چې کومه پروژه واخلي او دوی ته هم روز مزدوري ورکړي.
۹/۱۱
یو بله خبره چې مهمه ده دا کسان د کاغذي ببر په شان دي چې نه په خپلو سیمو او خلکو کې نفوذ لري او نه د پخوا پشان ښه خدمت کولې شي ځکه زاړه یې د مرګ په حال کې دي او نوې نسل د پخوانیو غوندې شناخت په خپل هیواد او خلکو په منځ کې نه لري چې د نورو لپاره د پخوا پشان ښه خدمت وکړې شي.
۱۰/۱۱
بس ګنده بازي روانه ده خو ښه خبره دا ده چې پاک او ناپاک سره جدا شي او د ولس لپاره هم بدیل پیدا شي چې په کومه خوا حرکت وکړي.
متل دی وایي:
د سوکړک او سبو جنګ و
په منځ کې دل شول د مرچکو غوندې لعلونه
۱۱/۱۱
مشکل دا دی چې په دغه ګنده لوبو کې ولس زیان ګوري. زما په اند، هغوي چې نور هیڅ نشي کولې، باید په دغه ګنده بازې کې برخه وانخلي او نه یې تاید وکړي.
نوټ:
دا تاریخي عکسونه پخپله د دې ثبوت دی چې د افراد او ډلو نوې فصلونو پایله څه وه. ازموده را ازمودن خطا است
• • •
Missing some Tweet in this thread? You can try to
force a refresh
1/4 These terrorists, along w/ other groups of terrorists from neighboring & far distance countries under the protection of Taliban, enter across the Durand Line with the clear consent of Pak. to destabilize Afg. Their goal is to challenge the world & turn Afg into another Syria.
2/4 As former governor of #Nangarhar, when we defeated ISIS-K/Daesh in the province, many of the fighters that were captured reported to have crossed over from Iran and Pakistan.
3/4 Either international community should continue to support #Afghan government and people in this fight, or remain delusional not to respond, which ultimately result in a higher cost in the future for regional and world security.