How to get URL link on X (Twitter) App
کله به یې دومره لنډ پتلون اغوستی و چې عورت به یې هم پوره نه پټول. کله چې علامة العمراني د ده لیدني ته ورغی، دا مهال هم یاد وزیر داسې پتلون اغوستی و چې ځنګنونه یې ورنه وتلي و.
خو یوه ورځ یې سر کې د غرور او تکبر چینجی وښورید، له ځانه سره یې کړه ته راشه چې دا خپل شندلي تک سره غنم په تربوران او سیالانو هم ووینم، نو ګودام ته استلې سوړه یې لیږ نوره هم ازاده کړه، چې دا کوټه کوټه غنم په هغوی وویني.
یزید ته هغه له رنګه ښه سړی ښکاره شو، چې خبرې یې ورسره وکړې نو په باطن کې له ظاهره ډېر غوره وخوت، یزید ورته وویل چې زما له حکومتي چارو فلان کار درته سپارم، خو هغه معذرت وغوښت او یزید یې معذرت ونه مانه.
هغه یې راوست او د ده مخته یې ودروه، خلیفه هغه وپوښتی چې دنده مو څه وه؟ هغه وویل: زه د پخواني حکومت جاسوس وم، د خلکو حالات به مې حکومت او امیرانو ته رسول. خو چې امیر المؤمنین القادر بالله، خلیفه شوی، زموږ کار یې راختم کړی او زموږ معاشونه هم دریدلي دي.
دې عرب اوهر عجم سیکولر ته باید وایو چې د دې موسوعې مصنف په دې کتاب کې موږ ته زموږ فرائض او واجبات بیان کړي دي چې د هغو زده کړه دهر مومن لپاره لازمي او فرضي ده. هغه په دې کتاب کې صابون جوړولو کې دمسلمانانو اختراعات هم بیان کړي دي، چې دهغو له جملې نه صابون سره د خوشبویي ګډول دی!