د یوه عباسي خلیفه حکیمانه پرېکړه

عباسي خلیفة "القادر بالله*" یوه شپه د بغداد ښار کې ګرځیدی، نو د یوه سړي خبرې یې واوریدلي، چې بل ته غږیدی، ول د دې بدمرغه (القادر بالله) پاچاهي به کله ختمیږي، ده خو هیچا ته خیر ونه رسوه. خلیفة خپل خادم ته وویل چې ورشه هغه کس راوله،
هغه یې راوست او د ده مخته یې ودروه، خلیفه هغه وپوښتی چې دنده مو څه وه؟ هغه وویل: زه د پخواني حکومت جاسوس وم، د خلکو حالات به مې حکومت او امیرانو ته رسول. خو چې امیر المؤمنین القادر بالله، خلیفه شوی، زموږ کار یې راختم کړی او زموږ معاشونه هم دریدلي دي.
خلیفه هغه ته وویل: ته د ښار نور جاسوسان پېژنې؟ هغه ول هو، خلیفه خپل کاتب راوغوښت او د ښار د ټولو جاسوسانو نومونه یې ورنه ولیکل، سبا یې ټول جاسوسان خپل دربار ته وروغوښتل، ټولو ته یې معاش معلوم او جاري کړ، دوی یې د هیواد لېري سرحداتو ته ولیږل.
او هلته یې د هیواد د دښمنانو او کفارو لپاره جاسوسان مقرر کړل، چې د هغو په اړه به معلومات راټولوي او د خلافت مسؤلینو ته به یې سپاري.

خلیفه القادر بالله جاسوسان رخصت کړل، بیا یې د خپل مجلس خلکو ته مخ واړوه او ورته ویې وویل: تاسو پوه شئ چې د دې جاسوسانو باطن له شره ډک دی،
دوی د نړۍ له مخلوق سره حسد او کینه لري او هر وخت هغو ته د شر اراده لري، دوی ته باید داسې ځای پیدا شي چې خپل شر په کې تش کړي، نو مناسب مې وبلله چې دا شر یې د دین دښمنانو ته متوجه کړو او مسلمانان یې له فتنو خوندې شي.
* القادر بالله، أحمد بن اسحاق نومیدی، دی په عراق کې د عباسي خلافت یو خلیفه و، سړی ښه دینداری او فقیه عالم و، د ابو بشر الهروي شاګرد و، د صحابه کرامو په فضیلتونو کې یې یو کتاب هم لیکلی او هغه کې یې د عمر بن عبد العزیز رحمه الله د ژوند حالات هم راخیستي دي.
ده یو څلوېښت کاله او دری میاشتې حکومت کړی. الله دې وبښي.

لطفاً ریټویټ سره کمنټ کې کومه د خیر خبره ولیکئ.

• • •

Missing some Tweet in this thread? You can try to force a refresh
 

Keep Current with hamid afghan

hamid afghan Profile picture

Stay in touch and get notified when new unrolls are available from this author!

Read all threads

This Thread may be Removed Anytime!

PDF

Twitter may remove this content at anytime! Save it as PDF for later use!

Try unrolling a thread yourself!

how to unroll video
  1. Follow @ThreadReaderApp to mention us!

  2. From a Twitter thread mention us with a keyword "unroll"
@threadreaderapp unroll

Practice here first or read more on our help page!

More from @mwhamid8

26 Oct
رسول الله ﷺ فرمایي:

خلکو ته پر ښو امر کوئ، که څه هم تاسو پخپله په ټولو ښو چارو عمل نه کوئ. او خپلو کې یو بل له بدو منعه کوئ، که څه هم تاسو له ټولو بدو ځانونه نه یې منعه کړي.
عنْ أبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قالَ قالَ رسولُ اللهِ ﷺ : مُرُوا بِالمَعْروفِ وإِنْ لَمْ تَعَمَلُوا بِهِ كُلَّهُ، وتَنَاهَوْا عَنِ المُنْكَرِ وإِنْ لَمْ تَنْتَهُوا عَنْهُ كُلَّهُ. رواه الطبراني في المعجم الأوسط والصغیر بإسناد فيه ضعف
امام حسن البصري رحمه الله ته چا وویل: فلانی خلکو ته وعظ نه کوي، ځکه دی وایي ویریږم داسې خبره به وکړم چې خپله به مې عمل نه یې پرې کړی. هغه ورته وویل: شیطان هڅه کوي په دې توګه په خلکو ځان برلاسی کړي، اتې به هیڅوک چا ته په ښو امر نه کوي او نه به یې له بدو منعه کوي.
Read 4 tweets
25 Oct
ختیځ پوهنې ته چوپړ

عرب سیکولر د اسلامي فقهي له دې لوی کتاب سره لیکلي: که د دې کتاب پر ځای یې یو صابون جوړ کړی وی؛ ډېر به ښه او ګټور و! Image
دې عرب اوهر عجم سیکولر ته باید وایو چې د دې موسوعې مصنف په دې کتاب کې موږ ته زموږ فرائض او واجبات بیان کړي دي چې د هغو زده کړه دهر مومن لپاره لازمي او فرضي ده. هغه په دې کتاب کې صابون جوړولو کې دمسلمانانو اختراعات هم بیان کړي دي، چې دهغو له جملې نه صابون سره د خوشبویي ګډول دی!
خو #سیکولر اشنا لوېدیځ کې ایله د شر ټکي زده کړي، خیر ته دې مکمل شا کړې، له موجوده ناخبره مسلمانه ستا غفلت زیات دی، هغه که ساینس اوتخنیک ته شا کړې اوپه دې لاره کې پاتې دی، تا دساینس اوترقي په مرکزونو(غربي پوهنتونونو)کې دفساد ټکي زده کړي، چې هغه استشراق او ختیځ پوهنې ته چوپړ ده.
Read 4 tweets

Did Thread Reader help you today?

Support us! We are indie developers!


This site is made by just two indie developers on a laptop doing marketing, support and development! Read more about the story.

Become a Premium Member ($3/month or $30/year) and get exclusive features!

Become Premium

Too expensive? Make a small donation by buying us coffee ($5) or help with server cost ($10)

Donate via Paypal Become our Patreon

Thank you for your support!

Follow Us on Twitter!

:(