د ویاړلې او سرلوړې افغانستان اسلامي امارت شپږ میاشتینی سوه!
مبارکي راکړئ عالمه زما د خوښې "امپراطوري" خپلواکه #افغانستان ۶ میاشتینی سوه! داسې یی بوله چې افغانستان له کوما ووته! شعور یی بیا راژوندئ سو، لاس او پښې کې دمه پیدا سوه، سترګې راغړوی، غږ اوری، بیا خبرې کوي،
۱-۷۳ ټریډ 🧵👇
لاس او پښی خوځوی، مسکا کوی،خاندی او اوښکې هم تویوی..،بیا به د دریدلو هڅه کوي، راپورته کیږي،په منډو به سي، خپل شلیدلی ګریوان به راټول کړي خپل زخمونه ټکوروي، دبدن هغه غړي چې یی شهید، یتیم، کونډه او معیوب سوي، د هغه د پرهارونو او بی وزلیو پوښتنه کوي،۲/۷۳
#دکب_لسمه
#Afghanistan #IEA
خپل د کور، کلي اوملکیت پوښتنه کوي،د چور او تالا حساب اخلي، پګړۍ یی په خیال او اوچته شمله په سر ده،د بورې مور،خور ټکرئ به ورپه سر کړي، حیا به یی خوندي کړي، دتعلیم او تحصیل په زیور به یی سمبال کړي او دعزت مقام ته به یی ورسوي،زما، زما د ابا او نیکه امپراطوري به د سیالانو سیال سي! ۳
خو حوصله به نه بایلۍ، د لسیزو کوما/فلج او پرهارونو، یرغلونو نه چې ووځي لږ به ناتوانه وي، زما د امپراطوري هر وګړئ به ددې شپږ میاشتینی افغانستان په پښو درولو کې لکه خپل ایمان او عقیده چې ساتي داسې به هڅی کوي تر څو زمونږ افغانستان خپله پرته د چا دمرستې پل پسې پل،۴
#Afghanistan
4/73
قدم پسې قدم واخلي او په منډو سي! زما د افغانستان خاوره خیانت او حرام نه سي هضمولئ، پام چې په خیانت، حرام او ناپاکه نیت یی د تقویه کولو هڅه وو نه کړۍ!
د وطن د جنګه ستړئ افغان مړ سو
زما پرشناخته بس همدغه نوشته کړۍ!
۵/۷۳
دا هغه ۶ میاشتې دي چې شا او خوا دکب لسمې ددوحی تړون سره سمون خوري.دحوت لسمه هاغه ورځ چې امریکه رسما خپل شکست د نړیوالو په حضور کې ومنله (دهغې ورځې دتکبیر/الله اکبر غږونه به تر اوسه دپامپیو په غوږونو کې ازانګې کوي!) . نن دافغان ولس دقربانیو،دجهاد اودمذاکراتو دبرئ دوهمه کلیزه ده. ۶
د ۱۳۹۸ کال د حوت په لسمه امریکه او ناټو رسما خپله ماته ومنله، د افغانستان څخه یی د تیښتې نقشه لاسلیک کړه د کوم تړون په بنسټ چې اتل طالبانو د ۱۴۰۰ کال د اسد د میاشتی په ۲۴مه د کابل کمربندونو ته فاتحانه ورسیدل، خو د امرییکه او ناټو لاسپوڅې حکومتوال (څه استثنا سره) په چورلکو ۷
اوامرییکایی عسکري طیارو کې وتښتیدل او د افغانستان ۳ ګونئ دفاعی قوواوی یی سرسبیل پریښودل، نو په کابل ښار کې د روند سبز لنډغرو فکر کول چې امرییکه به بیا دوی نه ملاتړ وکړي او دوی به بیا کابل کې په چور او تالا پیل وکړي، نو سم چې په چور او تالا یی سره پیل وکړل طالبان مجبوره سول چې..۸
د امنیتي سکتور خلا په کابل کې ډک کړي او د ربانی د وخت د چور او بی عزتي مخه ونیسي، کابل ته داسې ن نوتل چې د چا پزه هم وینې نسوه! او پداسې ډول طالبانو زما افغانستان د امرییکه او د امرییکه په ډالرو مست روزل سوي لنډغرانو(تنظیمی مشرانو)، قراردادیانو/مافیایی کړیو، ۹
او مغرضو ګاونډیو د پنځوس کلن خپور سوئ جال، یرغل او منګولو څخه وژغورله. اشرف غني د امرییکه د وایسرای حمدالله محب په لاس/چل (په ورته ورځ د اګست ۱۵مه کال ۲۰۲۱) او د امریکایی سپیشل فورس په چورلکو کې یرغمال سو او تر ن نه پورې یرغمال دئ! خو هرڅه نه اهم دا چې د ناولو یرغلګرو..۱۰
او د انګریز د لمسو آخري عسکر د ۲۰۲۱ کال د آګست په ۳۱مه د کابل هوای ډګر څخه په خپل طیارو کې مخ توري وتښتیدل، او افغانان یو ځل بیا د یو کاپر امپراطوري او د دوي د ملګري "امپراطوریو(د امریکه او ناټو) د ماتولو او شکست ورکولو ویاړلي دعوا داران سول! الله اکبر! ۱۱
#Afghanistan #IEA
ځنډ صحیح خو افغانانو یرغلګرو ته سر ټیټ نه کړ! دا خاوره الله تعالی خاص جوړه کړې، دا غرونه بی مقصده نه دي! دا وګړي بې حکمته نه دي!
{{نوټ: اشرف غنی لکه څنګه چې یی خپل تیښتی نه یو ورځ مخکی ځوانانو ته ویل چې نوموړئ به لکه امان الله خان نه تښتي (نیت نه یی الله خبر..) ۱۲
@ashrafghani
نو اراده به یی همدا وه چې لکه خپل والیان په خپل لاس کابل حکومت رسما د طالبانو استازو ته وسپاري (کیدای سي د اسد په ۲۸ به یی غوښتل دا کار وسي... ولله اعلم). خو امرییکه چیری هم نه غوښتل چې دا د واک سپارل او د طالبانو راتلونکئ حکومت پداسې ډول مشروع سي...۱۳
او قانوني مشروعیت تر لاسه کړي! اشرف غنی د تاریخ نوم بدئ سو، د پیسو غلا یی هم ورپه غاړه کړه ځکه د قدرت دا سوله آمیزه انتقال به غني څخه یو قهرمان جوړول. امرییکه چیری هم نه غوښتل چې دلته افغانستان کې امن وي، طالب دی سرخرویه سي، دوی غوښتل چې د ربانی او نجیب دوران تکرار کړي! ۱۴
ځکه چیرته چې درپه دري او ورور وژنه وي هلته د امرییکه او ناټو ګټی خوندي او خپل ځای ته رسیږی. په هرصورت دا چې د غنی والیانو پرته له جګړی واک طالبانو ته تسلیم کړه او غنی هم حکومت طالبانو ته پریښود د ډیرو شریرو او وطن پلورنکو شوم اهداف یی ړنګ او خاوری کړل، ۱۵
او دا چې نوره وینه توی نسوه دا به تاریخ نه هیروی، مونږ مو من ندوی یو شاغلئ غنی! که څه هم ډیر او بی شمیره عسکر ستا حکومت کې د تورو خاورو خوراک سول، خو تاسو واک نه درلود، هماغه به کیدل چې یرغلګرو غوښتل، خو بیا هم د کرزی په تناسب تاسو بیا هم خپل استعداد ښه وکارول..۱۶
او دا چې د حکومت پایله مو پرته له کوم مرګونو اختتام ته ورسیده او په غیر مستقیم ډول مو یو فیئلډ سټیټ فکس کړله، عسکری سلام درته! بیرته راسه خپل ملک ته،کومه دسیسه چې امرییکه درته جوړه کړې هغه بیا هم ناکامه کړه،د غریب افغانانو داوطلب مشاور اوسه اقتصادي او انکشافي پرمختګ لپاره! }}۱۷
بیرته زما امپراطوری ته!
نو دا هغه شپږ میاشتې دی چې افغانانو د امرییکه هآغه څلویښت که پنځوس کلن خپور کړئ جال او ښکیلاک مات او دآ حماسه آفرینه خاوره یی د یرغلګرو او منافقینو له منګولو او جاله خلاصه کړه. هغه جال څخه چې انګریز او امریکه او د دې دواړو سیمیزو دلالانو.. ۱۸
اوله یی د سقاو زامن ربانی او مسود په لاس د شوروی له راتګه ډیر مخکی بغاوتونو ته ولمسول (چې ګویا پښتانه ستاسو دښمنان دی خو اسلام یی ورته وسله وګرځوله) او بیا یی داود خان په کې داسې ګیر کړ چې د پشتونستان دبیرته ورکولو په پلمه یی ښه تاریخی فریب ورته ورکړل. ۱۸ الف
او د ظاهر شاه سلطنت یی ورباندې ړنګ کړ، او بیا یی د شوروی غیږی ته واچاوو او پداسې ډول امرییکه په غیر مستقیم او ډیره ځیرکتیا سره د شوروی او کمونیستانو د راتګ لامل سوه. (لکه د ن ن اوکراین..) او هلته یی خپل انګریز او د نیم انګریز نیم هندو بچو په لاس ورته ۷ تنظیمه جوړه کړه،
۱۸ ب
سعودي، انګریز او امرییکه سره د آی اس آی په ګډه دې تنظیمي رهبوران یی داسې په ډالرو مست کړل چې د یو غریب مجاهد د خوراک ډوډۍ هم دې رهبورانو غلا کوله او خپل بیل بیل سلطنتونه یی جوړ کړي ول، حال دا چې جهاد افغان ولس او عام مجاهدینو وکړه، هاغه ولس چې نن یی بچي طالبان دي! ۱۸ ج
بیا چې روسان وتښتیدل نو امرییکه د سقاو بچو او په مفتو پیسو معتاد تنظیمی نامشرانو ته میدان داسې خوشې کړه چې لکه ځنګل کې ځناورو ته انسانان د خوراک توکي وي.. جهاد ورنه پاتې سو او د قدرت په نشه کې یی په زرهاووافغانان ووژل او د جهاد او مجاهد نوم او کارنامی یی سره بدنام کړل..۱۸ "د"
تر څو چې طالبانو سر راپورته کړله او دا ډالر مستو ته یی دوه ځلې سبق ورکړل! دا د دې عاجز او کړیدلی خاورې او د غیور ولس حکمت او سپیڅلتیا یی وه چې دا ملک او دا وګړی په مجموع کې د هیڅ یو یرغلګر غلامی او اشغال وو نه منله او تقریبا ۵۰ کاله کیږی چې د تش په نومه "رهبورانو" ۱۹
او زمامدارانو دخیانتونو سره سره بیاهم داغازی اوشهید پروره ولس دهیواد دفاع داسې په میړانه،اوچت سرونه خوپه ډیره نیستی او غریبی کې وکړه،چې هآغه افغان امپراطور هاغه ویاړلئ احمدبابا هم ورته حیران پاتې چې بچو یی ریکارډ ورمات کړ! داعادی خبره نده!افغانانو په ډیره بې کسی دا ورځ لیدلې! ۲۰
د ا.ا.ا دا هغه شپږ میاشتې وې، هغه جهاد وو، هغه تړون وو چې په پایله کې یی نه یوازی افغانان خوشاله سول (او په افغانستان کې د قدرت خدایان، د افغانانو د وینو قراردادیان او قومی ټیکه داران مخ توری وتښتیدل او له صحنې لرې سول او حق بیرته حقدار ته ورسید،) بلکی د نړۍ ټول مظلوم.. ۲۱
مسلمانان چې دا ۲۰ کاله د تروریزم په نوم جسما او روحا شکنجه سوی ول، بالاخره د افغانانو له برکته یی ذهنی سکون وومند، د ډک او عقده مند زړونو بړاس یی ووت، سرونه یی د ویاړ څخه اوچت سول، او د امرییکه په شکست داسې خوشاله سول چې اوس دوی پرامریکه د نیوکې کولو جرئت په ځان کې ګوری، ۲۲
په خپل مسلمانی اوس دوی نه ډاریږی د افغانانو له برکته، په ډاډ/ ویاړ سره ګیره او بریت پریږدي اوس، پګړۍ په سروي، په ویاړ او په جرئت سره حجاب، حتی نقاب اغوندی دوی، د هند مسلمانان چې تر ټولو مظلوم مسلمانان دې زما په آند هغوی هم نور د ظلم په مقابل کې د ځان نه په دفاع جرئتمند سوی. ۲۳
اوس به تاسې د ډیرو نړیوالو بدلونونو شاهدان اوسۍ د افغانانو له برکته! ۲۰ کلن جعل، فریب او مسلمان ځپل نور ختم! همدا راز هغه پښتانه چې ټایپسټانو سره یی د امان الله خان او ظاهر شاه په وختونو کې ودونه کړی وې، او دوهم او دریم نسلونه یی ځان دیګانان بلل/بلی چې ګویا دیګانان.. ۲۴
پرمختللی خلک دی، حتی هماغه پلار او نیکه اوس دا جرئت پیدا کړئ چې خپل میرمن او بچو ته ووایی چې "جان پدر ما هم پشتون استیم" هاها.. په ټویټر کې مونږ ګورو چې الحمدالله ورو ورو هماغه بچی اوس د حق طرفداری کوی، دوی راویښیږی، یعنی خبره د پښتو او دری نده، ۲۵
دواړه د افغانستان ژبې دي (که څه هم پښتون چې کله په نس موړ سي بیا د مړې خیټې پارسي وایی، بیا هاها...) هر قوم مو د سر سترګی دي چې د وطن ملي ارزښتونه ورته لمړیتوب ولري قوم او ژبې نه! ټول افغانان یو! مونږ هر یو دې ژوندی وو! ۲۶
یویشتمی پیړۍ غازي غازي او شهید شهید افغانانو د نړۍ ځبرځواک هیوادونو ته چې ټولو سره په ګډه د یو غریب خو د داسې ملک په ضد لاسونه یو کړي وو چې د میړانه او ویاړنو نه یی دا غرونه له غرور داسې هسک او دروند ولاړ دي! اوس نو فکر وکړئ افغانستان له سره زیږدلئ، ۲۷
او صرف په شپږ میاشتو کې یی په ډیره خورایو، نیستیو، لوږه او تنده دا له ماشومتوبه تر ځلمیتوب مزل د نبوغ په کچه لګیا ده تر سره کوي او لنډوی یی...، اوس دا تاسې پورې اړه لري چې څنګه او کومې خوا ته یی بیایئ! د قدرت جزیری جوړوۍ، قومی/ټبری او انفرادي ګټو ته لمن وهۍ ۲۸
او که د دې کړیدلي هیواد علیا ګټو ته ژمن او لاس په کار پاتې کیږۍ؟! آیا د پردو موخو ته کار وایۍ (که په قرآن هم درته لاس کیدی کفاره به یی ورکړی.. یعنی هیڅ یو غیر افغان/حتی ځینی تش په نومه "افغانان" دې ملک ته ښه نیت نه لري...ڼیت ته نه، عمل ته یی ګورۍ.."آزموده را آزمودن خطاست!") ۲۹
او که خپل علیا ګټو او ملی لمړیتوبونو ته کار وایۍ! پوهیږو امرییکه خپلې موخی لري، داسې به مو په مرګ نیسي چې په درد رضا سو، خو پام چې چا سره هم تر خیانت پورې وو نه رسیږۍ. که اتفاق مو سره برابر وي دا مزل به لنډ او آسانه وي! ۳۰
مونږ د جمهوریت په وخت کې هم دلته کابل کې اوسیدو،پدی شپږ میاشتو کې د افغانستان اسلامي امارت د حکومت راتګ سره هم همدلته کابل کې اوسیږو، یو دوه نیم ولایاتو ته هم لاړو، کابل کې هم وګرځیدو (خپل د سترګو لیدلې حال به بل وخت ولیکمه) که څه هم د هیواد اقتصاد ضعیفه ده ۳۱
خو بیا هم الحمدالله هرڅه د ښه والی په طرف روانه ده، ورځ تر بلې مثبت بدلونونه تر سترګو کیږی، کاذب اقتصاد ړنګ سوی، د ډموکراسی ټیکه دارانو ته چې چا تجارت کول هغه خلک ډیر زیانمن سوی، خیر دا چې دا شپږ میاشتې څنګه تیری سوې، او نړیوالو څه وکړل، ټولو ته لکه لمر روښانه ده. ۳۲
نړیوالو خصوصا هغه چې ځان "مسلمان" هیوادونه بولی، ډیر ناځوانه، ډارن، او بی ن نګه وختل (کوم چې نوې خبره نده دوی خپل امتحان ورکړئ)! کاپر خو وایی چې زه دې ابدې دښمن یم! نو دا تش په نومه مسلمانان څه وکړل؟ هر یو حلقه به ګوش امریکه ته یی د غلامی سرونه ټیت نیولی.۳۳
دا ټول د قیامت علامی دی، چې دوی اسلام نه سی کولائ! یو کاپر او "بسلمان" پدې ۴۰ یا ۲۰ کالونو کې وو نه ویل چې امریکه، ناټو او د دې دواړو سیمییز دلالانو دا ولې؟ ولې د څه لپاره مو یو بی وزله هیواد په ډول ډول پلمو او منافقتونو خپل د نظامی قدرت او د بمونو د ښودلو لپاره ستی ستی کړل؟ ۳۴
دا ولې مو پدې ۲۰ کالونو کې هر مفسد، "مادر آزار، پدر آزار"، لوچک، لنډغر، زانی، غل او مرتد د پیاوړې کولو ته کار ویلی وو، او بلیونونه مو ورسره ګډ خپلو جیبونو ته واچول، ولی مو افغانان داسې ووژل یو په بل؟ دا پوښتنه خوڅوک نه کوی غرامت خو نه راکوي برعکس هر یو په ډیرسرټیټ توب..۳۵
ځان ته دا جرئت ورکوی چې افغانستان دې همه شموله حکومت جوړ کړی، یا هم داسې او هسې نظام دې جوړ کړی... ښه وای ستاسو یی څه؟؟؟ ولللې؟ دا یی لا کم وو چې د دې ویر ځپلئ هیواد خپلې پانګې او پیسې یی هم یرغمال نیولي او پداسې سپین سترګېتوب یی د ویشلو/هضمولو/ ۳۶
غصب کولو یا واک لرلو جرئت کوي، چې ته به وایی افغانان هیڅ انسانان ندی... زه امریکه خو زمونږ دین په دنیا دښمن، ناټو یی پاپی.... آیا کوم تش په نومه مسلمان چارواکئ په نړۍ کې د داسې ناروا حقوقی/رسمی پوښتنه وکړه امرییکه نه؟ چا ورته وویل چې امریکه صیبه خیر خو ده، ۳۷
#unfreezeAfgmoney
ته اصلا کوی څه په افغانستان کې؟ په کوم دین، په کوم آیین، په کوم مذهب، په کوم کتاب، په کوم قانون، په کومه پریکړه، په کوم محکمه افغانستان ته لاړې او اوس دې د چا په امر ۳۰ که ۴۰ ملیونه افغانان یرغمال نیولي او یو بډایه ملک څخه دې (افغانان په تریلیونونو زیرمو باندې ویده دی) ۳۸
غریب او انترنشنل خیرات خور جوړ کړئ؟ د نړیوال جرمونو سازمان خو پریده چې حتی دا ملل متحد یی هم د سی آی ای استخدام سوی سازمانونه دی چې څنګه د امرییکه جرمونو ته حقوقی جواز او خوندیتوب ورکړی... ملل متحد یوه ډیره خطرناکه مافیایی کړۍ جوړه سوې پدې ۴۰ کالونو کې، ۳۹
چې غلا،قاچاق او هره ناروا چې د دوی په ګټه وی هغه روا بولی.جګړه نه خلاصوی بلکی جګړه جوړوی او دمرستو په نوم... لکه اوس چې په ملیونو پیسې د افغانانو په نوم بیا لکه شغالان په مختلفو نومونو حیف میل کوی،اوافغانانو نه یی په یوه بوجۍ اوړه او یو قطئ غوړی انترنشنل خیرات خواره جوړ کړي.. ۴۰
(جمهوریت له وخت نه هم ملګری ملتونه او غیر انتفاعی موسسی اوس ښه او په ډاډ غلا کولائ سی، ځکه مخکی د دوی پیسې مرکزی حکومت ته لیږل کیدل په ریښتیا که په دروغ او دا چې مرکزی حکومت ورسره په ګډه د غلا د بوجۍ سر یوځای نیولئ وو بیله خبره ده، ۴۰ الف
خو اوس دوی د "ډیفکټو" حکومت سره د معاملی په پلمه ښه په درپ اوخرپ غلا کوی..، په ځای د دی چې دکار په بدل کې مرستې وکړی،افغانانو نه "پرازیت" جوړوی! او په غیر مستقیم ډول د بشر دوستی په نوم افغانان د مرستو معتاد او دایم المحتاج یی جوړوی) ترڅو افغان حکومت قطعا په پښو وو نه دریږی.. ۴۰ ب
دا نو څنګه ملل متحد ده چې یوازی د امرییکه موخې مخ ته وړی، د دوی منافقت انتها نه لری.. یعنی حقوق بشر سازمان یی د امرییکه، نړیوال جرمونو محاکم/ سازمان یی د دوی، امنستی انترنشنل یی د دوی، هیومن رایتس واتچ یی د دوی، د "سولې" سازمان یی د دوی، نړیوال بانک یی د دوی، اقتصاد یی د دوی..۴۱
، ټکنالوجی یی د دوی، د اسلامی هیوادونو سازمان یی د دوی په امر، سعودی شیخان یی د دوی په لور قبله، د سیمی او چم ګاونډ تش په نومه اسلامی هیوادونه یی د دوی دلالان، ملل متحد یی د دوی، نو بی وزله افغانستان به د کومی عدل او انصاف طمع ولری له دوی نه؟ ۴۲
او خپل د بربادی پوښتنه د چا څخه وکړی؟ خو هو افغانان الله لری! ایمان لری، عقیده لری، افغانیت لری ځکه خو کوپار سره د منافقینو ټولو د دې غیور هیواد په ضد یو لاس سوی دې، او هر یو غواړی چې افغانان دې ورته د دوی په سر او تال بریک ډانس، برییانه ډانس، بلی ډانس.. ۴۳
... حبیبی هیا هیا ورسره، بندری، پامیری، مجرا او بنګړا ډانس دې په عین حال کې وکړی، ځکه دوی هر یو خپل بیل بیل موخې لرې! حال دا چې هیڅ یو افغان د بل په داخلی چارو کې قطعا مداخله نده کړی، تل یی خپل د خپلواکی د دفاع په خاطر قربانی ورکړی،... ۴۴
دوی خپله د جمهوریخواهانو یو خاص استازئ د خلیلزاد په نوم یی دې لپاره دندې نه لرې کړ چې هغه د دوی د ګوند نه وو، یعنی د دومره مهمې پروسې چلوونکئ، یوازی یو فرد یی هم پرینښود چې په دنده پاتې سی...، خو بیا افغانانو څخه غواړی چې هر مجرم او خاین دې هرو مرو د قوم او ټبر په نوم.. ۴۵
په حکومت کې ونډه ولری... (هو مسلکی او مجرب افغان چې د هر بک ګراونډ خاوند وی، په حکومت کې دې ونډه ولری، که ښځینه وی که نارینه، دی نه څوک منکره نه دی او نه یی منکر غواړو!)
سعودیان چې د امرییکه او انګریز په ډالرو/پونډونو فتواوی صادروی او دا ۴۰ کاله د اسلام د نوم څخه په ګټه... ۴۶
پاکستان سره یو ځای دسخت دریزې دفتواوو او فعالیتونو اعتراف یی هم کړئ بیا هم هاغسی زړه په زړه د امرییکه منافعو لپاره چوپه خوله پاتې سول او دا ۲۰ کاله یی چونګ هم وو نه کړ او وی نه ویل چې امرییکه یرغلګره دې غریب ملک نه وووځه، قتل عام بند کړه، برعکس ځان ته دا جرئت ورکوی.. ۴۷
چې د افغانستان د حکومت په ساختار باندې نیوکې او یا غوښتنې ولرې! دا منافقین د انګریز غلامان د افغانانو د میړانې/جهاد نه جیلیس دې! خپل غلامی باندې دا د تش په نومه مسلمان هیوادونو چارواکی ټول داسې خجالت او شرمنده دی چې له حسادته لا هم د امرییکه په غلامی نوره هم غرقیږی... ۴۸
او چوپه خوله پاتې دی!په ځای د دې چې لکه یومسلمان ورور مو په رسمیت ووپیژنی،دوی هم راته "خرما" لیږی..،نکوی چې حداقل دانترنت دلارې راته کادرونه وروزی،د اوړه په ځای دې استادان راولیږی.. کنه بیابه امریکه ورته په قهریږی.. دوی یوازی داعش او القاعده روزی...۴۹/۷۳
خو که شکایتونو نه تیرسو،او موقتا داحقیقتونه اوستونزی نظرانداز کړو،په اصل کې زما دخوښې افغان"امپراطوري"، زما د ویاړمن افغانستان دخوښې نظام همدا اوسنئ نظام ده کوم چې کافراومنافق یی په رسمیت نه پیزني!سره له دی چې کمبودیانی لری،خوبنسټ او بار یی کوږ نه ده، ترمنزله به رسي ان شاءالله.۵۰
چیرته چې د کووپارو رسمی سفارت خانی نسته، چیرته چې منافقین رسمی سفارتونه نه لری، چیرته چې شریر او لنډغر ټول وتښتیدل، چیرته چې زما بی وزله ولس زیار باسې او توکل یی په الله سبحانه و تعالی ده، چیرته چې افغان په دې هڅه ده چې په خپل مټ او زیار خپل کانونه... ۵۱
او زیرمې د صادراتو، راکړې او ورکړې قابلیت او خپلواکی ولری، چیرته چې د زرهاوو ارمان په زړه ځوانیمرګو د نیمګړی ارمانونو شهداوو په وینو ګټل سوئ دا خپلواکی افغانان خپل سر په قیمت ساتی، او د دې وطن د ارضی تمامیت/ځمکنی بشپړتیا داسی ساتنه کوی...۵۲
لکه ایمان او عقیده چې څوک ورنه اخیستئ نه سی! چیرته چې تعلیم او تحصیل ته ډیره توجه کیږی، کادرونه روزل کیږی، تخنیکی او مسلکی زدکړو ته یا بهر ته لیږل کیږی یا بهر نه ورته د مجربو افغان که غیر افغان استادانو او ټکنالوجی د فراهمولو ټټر وهل کیږی او زمینه ورته مساعده کیږی،.. ۵۳
چیرته چې د مخکینی نظامونو مسلکی او مجربو کادرونو څخه که هغه د هر سیاسی نظر خاوند وی خو ایمان او عقیده یی سمه وی هغوی په دندو ګمارل کیږی یا بیرته خپل دندو ته غوښتل کیږی (نظامی که غیر نظامی)، چیرته چې هاغه طالب تووریالی او غازیان (چې په جګړو کې بوخت ول) ۵۴
چې یوازی نظامی تجربه لری، یوازی په نظامی/استخباراتی برخو کې دنده تر سره کوی، ځکه په نورو وزارتونو کې که مسلکی تجربه وو نه لری نو د نظام د ټکنئ کیدلو لامل کیدای سی، او زما د امپراطوری نظام د چا د جهادې کارنامې یا کارکردګۍ په باج کې نه قربانی کیږی (مثلا پلانکی مجاهد.. ۵۵
ډیر جهاد کړئ نو خامخاه دې باید پلانکی وزارت کې امتیاز ورکړل سی)، ځکه زما د امپراطوری مجاهدین قدرت لپاره نه بلکی فی سبیل الله جهاد کړئ، او د کومې دندی مسلک چې وو نه لری هلته امتیاز نه اخلی، ځکه که نوموړئ مسلکی نه وی ځینې په فساد ک کړ همکاران/ټیټ رتبه مامورین به د دوی..۵۶
دغیر مسلکیتوب څخه ناوړه ګټه پورته کوی او دوی به حتی خبرهم نه سی،او پداسې ډول به ورو ورو دا د سرونو په بیع ګټل سوئ نظام به الله مکړه بدنامه او سقوط سره مخ سی، نو زما د امپراطوری مجاهدین خپل الویتونه پیژنی او دتنظیمیانو چمونه به نه کوی(د وزیر چوکۍ استثنا ده هغه سیاسی ګمارنه وی)، ۵۷
زما امپراطوری: چیرته چې زما خویندی تعلیم او تحصیل کوی او په هره سویه او رتبه په دندو بوخت وی، چیرته چې تربیه، ادب، ایمان او ډسپلین د هر عمل بنسټ وی، چیرته چې زما افغانان په تن، روح او مغز روغ او جوړ وی، چیرته چې دواړو خوواوو د کونډو او یتیمانو..۵۸
او بی وزلو په ملا مات پلارانو، د بورو میندو، د معیوبو اوناتوانه افغانانو پوښتنه کیږی او بیت المال کې ورته ونډه ورکول کیږی، چیرته چی زما د امپراطوری دری واړه نظامی/عسکری څانګې (دفاع، پولیس، استخبارات) داسې پیاوړئ او په وطن میئن سرتیری لری چې په پیسو نه خرڅیږی،..۵۹
او ۳ واړه امنیتي وزارتونه او ریاست داسې هماهنګي لري چې لکه د لاس پنځه ګوتې چې یو موټئ جوړوي! چیرته چې امر بالمعروف وزارت دعام خلکو په ځای حکومت او وزارتونو کې حکومتوال څاري تر څو اول نظام جوړ سي، خیانت او فساد ورک سي، او دا وزارت په اصل کې لکه یو شډو/سیورئ/غیرمستقیم استخباراتی۶۰
کړۍ دنده تر سره کوی،داسلحو دقاچاق مخه نیسی، دبهرنی پیسو دکارولو مخه نیسی،امنیتی او مدنی سکتور دواړو ته د وطنپالنی او ملي ارزښتونو لارښوونې کوی!دا به زما د امپراطوری دامر بالمعروف دنده وی... بیا ورو ورو عام خلکو ته... چې نظام اصلاح وی، عام خلک هم په غیر مستقیم ډول اصلاح کیږی. ۶۱
که څه هم افغان ولس دومره بې لاری ندی، ساده او پیاده خلک دی، زما د امپراطوری افغانانو ته وخت ورکړۍ خپله ښه کیږی اوس هم له ډیرو ښه دی! هو زما د امپراطوری بیرغ په درې رنګه وی، سپین بیرغ به مې د دفاع وزارت بیرغ وی، د داخله او استخباراتو بیرغ به سپین وی، ۶۲
خو زما دامپراطوری په ارګ به۳ رنګه بیرغ وی! ۳ رنګه بیرغ د کوم خاص ګوند یا حکومت بیرغ نده، دا د افغان ولس میراث ده، دا بیرغ یرغمال سوئ وو یرغلونو کې! اوس خپلواکه ده!

زما امپراطوری ملی مشروعیت لری،هر وګړئ په کې روحا آرامه سوئ، هو چا چې خیانت نه وی کړئ که په هر نظام کې وو.. ۶۳
روحا آرامه دی. زما په امپراطوری کې پریکړې په جرګو کیږی، او هیڅ یو بهرنئ که مسلمان وی که کاپیر زمونږ په چارو کې د مداخلی حق نلری! خوافغانان تل هر بل ملک سره ښی او د بالمتقابل درناوئ په بنسټ اړیکی غواړی خصوصا دیوال شریک ګاوڼډیانو سره چې خلاصئ ورنه نه لرو ،نور۲ مخی سیاست نه منو..!۶۴
زه په خپل ویاړمن افغانستان، په خپل ۱.۱.۱ نظام ډاریږم چې څوک یی راته د نظره نکړی! دا به ډیرو ته د خندا وړخبره ښکاری چې د دې جګړه ځپلئ هیواد کوم ځای به د نظره سي؟ خوهاغه امرییکایان، هاغه اروپایان او د نړۍ تر ټولو شتمن خلک دې راسي او د دې خاورې قدر، قیمت، اهمیت، حکمت..، ۶۵
او ځانګړیتوب دې ما څخه، د یوې افغان څخه پوښتنه وکړي، چې افغانستان څه مقام لري او افغان څوک دئ! د افغانانو د سترګو دې ووګوري افغانستان ته... خو دا کیدای نه سي چې بل دې راسي او د یو افغان احساس دې درک کړي! د دې خاورې او د هغه د تابعیت احساس باندی یوازی افغان پوهیدای سي! ۶۶
افغانان پرته دافغانستان دمینې نورڅه نلری!
دحوت لسمه، دآګست ۱۵مه او بیا ۳۱مه نه هیریدونکی ورځې دي، که څه هم افغان طالبانو په امریکه اوناټو باندې ۲۰۰۸ نه وروسته شکست ورګډ کړئ وو،خو ۲۰۲۱ کې دیرغلګرو آخرینئ عسکر او کولابي لاسپوڅي په ګډه وتښتیدل! ژوند ژوند! د نظره مه سۍ افغانانو!۶۷
او خلیلزاد نه هم مننه چې ددوحی دتړون لاسلیک کولو کی یی مساعدت کړئ وو او کوم بد چې یی دبن په کنفرانس او د اشغال سوی حکومت په راوستلوکې په ۲۰۰۱ کې کړئ وو هغه یی بیرته جبران کړ.
که څه هم امریکه کذب/خدع/منافقت وکړله او پیل نه تر پایه یی ددوحی تړون قطعا عملی نکړله.. ۶۸
@realZalmayMK
او نړۍ ته یی دا ووښوده چې امریکایان منافق او کاذب خلک دي، اوپه ډیره بی شرمی دنړۍ یو بې وزله هیواد سره زورآزمایی کوی.. برعکس طالبانو لکه اصیل مسلمانانو خپل تړون ته تر نن پورې ژمن پاتې سوی او خپل ملی منافعو څخه دفاع کوی.نو شاغلئ خلیلزاد دې اوس خپل استعداد ووښیی چې تړون عملی سي، ۶۹
کنه امریکه کوم خدای نده (نعوذ بالله)، افغانان به هم په همدې نړۍ کې ژوندی وي، وږی که ماړه، ژوند او مرګ یی د الله تعالی په لاس کې ده!

اوهمدا رنګه شاغلئ غنی څخه مننه چې پرته له کومې جګړې دحکومت په تسلیمولو سره یی خپل ۵ کلن قتلونه او ګناهونه بیرته جبران کړل، ډیر ماهر وولوبید!
۷۰/۷۳
یارب زما دا.ا.ا امپراطوري قایم،دایم او په عافیت کې وساتې، خپل ځان ته یی پری ندی،دنفاق،ډلو ټپلو، پدرجنګیو،ورور وژنو څخه یی وژغوری،با ایمانه،پیاوړئ،متحده، قانونمنده،صحتمنده، عادله،هوسا،تعلیم اوتحصیل یافته، وطنپاله،په ځان بسیا،ثروتمنده اوتل ترتله یی خپلواکه لرې یا الله، آمین.۷۱/۷۳
او بالاخره زما د خیالونو افغان امپراطوري به تر مریخه هم یو ورځ لشکر کشی وکړي له خیره سره : )
مننه وخت څخه مو.
یو ځل بیا دې د افغانستان بریا او اتلولی په سنګر، سیاست، ډیپلوماسی، امنیت کې او ډیر ژر به اقتصاد کې تاسو ټولو اتلانو ته د زړه له کومې مبارک، بختور او نیک شاګومه! ۷۲/۷۳
ډیر جهاد کړئ نو خامخاه دې باید پلانکی وزارت کې امتیاز ورکړل سی، ځکه زما د امپراطوری مجاهدین قدرت لپاره نه بلکی فی سبیل الله جهاد کړئ، او د کومې دندی مسلک چې وو نه لری هلته امتیاز نه اخلی، ځکه که نوموړئ مسلکی نه وی ځینې په فساد ککړ همکاران/۵۶

• • •

Missing some Tweet in this thread? You can try to force a refresh
 

Keep Current with Pashtyaana Afghan 🇦🇫

Pashtyaana Afghan 🇦🇫 Profile picture

Stay in touch and get notified when new unrolls are available from this author!

Read all threads

This Thread may be Removed Anytime!

PDF

Twitter may remove this content at anytime! Save it as PDF for later use!

Try unrolling a thread yourself!

how to unroll video
  1. Follow @ThreadReaderApp to mention us!

  2. From a Twitter thread mention us with a keyword "unroll"
@threadreaderapp unroll

Practice here first or read more on our help page!

Did Thread Reader help you today?

Support us! We are indie developers!


This site is made by just two indie developers on a laptop doing marketing, support and development! Read more about the story.

Become a Premium Member ($3/month or $30/year) and get exclusive features!

Become Premium

Don't want to be a Premium member but still want to support us?

Make a small donation by buying us coffee ($5) or help with server cost ($10)

Donate via Paypal

Or Donate anonymously using crypto!

Ethereum

0xfe58350B80634f60Fa6Dc149a72b4DFbc17D341E copy

Bitcoin

3ATGMxNzCUFzxpMCHL5sWSt4DVtS8UqXpi copy

Thank you for your support!

Follow Us on Twitter!

:(