#سنبله۹
دافغانستان داسلامی امارت لمړۍ کلیزه او دامرییکه شکست دې ټولو افغانانو ته مبارک!
غواړم هاغه خاطرات ولیکمه چې پروسږ کال دطالبانو راتګ سره په کابل کې مونږ کابل میشت څه تاثرات درلود.
پروسږکال جون/جولای زما د ژوند تر ټولو تریخی، دخفګان،زیار او سټړتیا ډکې ورځی وې..
1-to-80?🧵
مونږ یو ناروغ درلود، داسې ورځې هم پکې وی چې۳هفتې په متواتر ډول ویښه ومه پرته له ۵دقیقی یالس دقیقی خوب په ۲۴ساعتو کې (دې څو دقو کې مې هم یو ځلی خوب ولید چې امریکه شکست خوړلې وی اودکابل کوڅو کې ورنه څه پاتې وی او ټول لکه سپی لګیا دی کوم نظامی سامان لټوی سرګردانه دی چې وتښتی..)
2/n
تلویزیون یا خبرونو نه خبر نه ومه، انترنت صحیح سګنال هم نه درلود، خو که انترنت به مې کاروله هم یوازی به می څو دقیقی د ناروغ ضرورت متعلق کله کاروله، خو پوهیدمه چې حالات ښه نه ول، او د یرغلګرو د مخ تورې ورکیدو لپاره مې همدې حالت کې هم ډیرې دعاګانې کولې،
3/n
ځینی خپلوان چې زماپه نظریات پوهیدل راته ویل به یی چې ته خو به خوشاله وی چې طالبان برلاسې دی.. خو چې کله د آګست میاشت پیل سو او نیمروز طالبانو ته سقوط سوه ، کابل کې هم یو سراسیمه ګی پیل سوه، هر خپلوان چې راتلل همدا یی ویل چې پاسپورت خو لرۍ ووځۍ افغانستان نه، حالت ډیر خرابیږی..
4/n
په هرصورت کوم کس به چې دبل ولایت دسقوط خبر راوړ، زما سټرې وجود کې به لکه دمه چې پیدا سوه،ټولو ته به مې ویل چې کابل به یوه هفته کې سقوط وکړی، ته به وای زه "بزرګه" ومه (خیر که ولی نه یو خالی هم نه یو: ) خو دکابل اداره دوومره په فساد ککړه او شړیدلې وه چې ماپه رکم ناپوه خلک هم
5/n
کولائ سوئ د دوی ناکامی په یوه اونۍ کې اټکل وکړی. په هرصورت اګست ۱۵ هغه ورځ ټولو خپلوانو یو بل ته زنګونه وهل، د یو بل احوال یی اخیستل ، څوک مونږ کره راغلل ټول او نورو ته یی هم دا ویل چې په کور کې پاتی سۍ او یا دا چې د جګړې په صورت کې څه وکړو او کومې خوا ته لاړ سو.
6/n
خو زه دوومره خوشحاله ومه چې ټولو ته به مې ډاډ ورکول چې هر څه به خیر وی، الله اکبر! دا خوشحالی زما د ژوند تر ټولو ستر، ارزښتناکه او نه هیریدونکی خوشحالی وه.... یعنی افغانان د نړۍ تر ټولو خونخوار زبرځواک یرغلګر هیوادونو ټول "الاینس" ته یی داسې شکست ورکړه..
7/n
چې د دوی په شتون کې غازی غازی شاځلمیان کابل ته ن نوتل! دا چې ولی کابل کمربندونو په رسیدو هم طالبان تم سوی ول، او بیا ولی کابل ته ن نوتل، دا فلسفه به اوس پریږدو. هاغه ورځ کابل خاوره، هوا، آسمان، غرونه ټول داسې دمه او دروند ښکاریدل ته به وایی په اور چې چا اوبه اچولې وی،
8/n
یا هم د یو تږی انسان تږه ماته سوی وی... (برعکس آګست میاشت نه مخکی د کابل هوا، آسمان دیوالونه، کورونه ټول داسې ښکاریدل چې له ډیر قتلونو ویر ورباندی وریږی، یو رکم سټړی، نا امیده، بی وسه او یو بل نه بیانونکئ حالت ورباندی روان وو، کرونا هم وه)
9/n
خیر ورځ مازدیګر سوه، په سرک ښکاریده چې غازی غازی طالبان عسکری پک اپ موټرونه غنیمت کړی وو او ورباندې ګرځیدل، ورځ ماښام سوه، هلته نږدی د یو پارلمانی وکیل کور وو، یو مسلح موټر چې خلکو ویل طالبان دی، وکیل یی له کوره وویست، باډیګاردان یی ورته خلع سلاح کړل،
10/n
لنډ کروزر موټر یی ورنه واخیست، او یو کس یی له ځانه سره ویووړ... بل کس ډیر معزز او مسن صاحبمنصب، دوستانو څخه وو هغه نه یی هم حکومتی موټر په ډیره بی عزتی ټمبه او ټیله ورنه وړې وه. یاد کس ځکه لږ مقاومت کړئ وو چې نوموړئ نه پوهیده آیا دا ریښتیا طالبان دی که غله دی.
11/n
ځکه که غله وو، نو طالبانو به نوموړی نه بله ورځ دحکومتی موټر پوښتنه کوله... خوهماغه ورځو کې داسې ډیرو غلو د طالب په نوم غلاګانی وکړی او حتی یی تر پاکستانه او یا نور ولایات موټرونه خرڅ کړی وو. همداسې ډیره وسله قاچاق سوې وه په لمړیو ورځو کې دطالب په نوم چې هرچا دا خیانت وکړ،
12/n
مخ به یی تور سوئ وی او یا به تور کیږی د طالبانو لخوا ان شاءالله. اکثر غلاګانی د جمهوریت خپل مامورین (نظامی ول که ملکی) وکړل، خصوصا نقدې پیسې، د دفاترو لوازم او نقلیه وسایط! همداسې ځینی ضعیف النفس طالب جنګیالی به هم لږ څه نادیده توب کړې وی لمړیو ورځو کې.
13/n
ځنی خو تر اوسه په بی پلیټ موترنو کې ګرځی، ما جمهوریت او د جمعیت ګوند د لنډغرو سره دومره بی پلیت موټرونه نه وو لیدلی لکه څومره چې اوس کابل کې د طالبانو په سره بې پلیټ موټرونه دی، (ملکی که نظامی دواړه)
14/n
نورو خپلوانو نه خبر سوو چې د طالب په جامه کې حتی د خلکو شخصی موټرونه یی اسناد سره هم په زوره وړل،
خیر دا حالت د منلو نه وه، خو بیا وروسته چې خبر سوو، طالبانو له غلو څخه د خلکو شخصی موټرنه بیرته څیښتنانو ته ورتسلیم کړی وو.
15/n
جالبه داوه چې دمخکینی حکومت خپل مامورین خپل دفترونو څخه ډیرڅه دپیسو او موټرنو په شمول غلا کړی وو، یعنی کومې کاسې نه چې دوی ډوډۍ خوړلې وه هماغه کې بیرته بی ادبی معاف مردارئ کول.نظامی برخه کې ډیرئ نظامیانو وسله په قاچاقبرو خرڅه کړې وه،او داسې نور.. دایی دغنی اوکرزی دمالګې عزت!
16/n
خیر ورځې تیریدی، طالبان پوهیدل چې څوک څوک دی! بی ګناه او ریشتنی خلکو سره یی غرض نده کړې په کابل ښارکې، دټولو مال،سر اوعزت د دوی په راتلو سره خوندی سول.لمړۍ ورځو کې دجمهوریت په زامنو تبه لګیدلی وه ټول میدان هوایی خوا ته منډې وهلې، پیاده،سواره، با سواد، بیسواد، خرکار،چوکیدار،
17/n
کراچیوان، ډیپلومات، ډم، ترجمان، د امرییکه د بیسونو کناراب پاکان، د دوی آشپز، باغوان، مزدور، جاسوس، بی روزګار، ښه ځوانان، بی لارې ځوانان، شځه، نر، ماشوم، ځوان، بوډا... خلاصه ټول میدان ته روان ول، څوک یی کورنۍ سره څوک جره... د ښځو ټکری په هوا سول،
18/n
دځینو شلوار وووت (بې ادبی معاف نوکه پرتوګ می لیکل بد ښکاریده بیا..)عسکری کالی دښار په هرګوټ کې اوپه هوایی ډګر کې خورې ورې پراته وی..
زمونږ یوخپلوان چې د بل ملک تبع وو او غوښتل یی بیرته لاړ سی، یوازی به میدان ته لاړ،او نې سوئ کولای خپل ماشومان په هغه بیروبار کې تر طیارو ورسوی
19/n
نو خپل کورنۍ یی پریښود ویل یی دا بی عزتی نه سمه زغملای او خپله یواځې لاړ خو د دوی د کورنۍ نور غړی چې بهر اوسیدل سفارت سره یی اړیکه نیولی وه او سفارت ورته ویلی وو چې تاسو کولائ سئ پرته له خپل کورنۍ او ماشومان تر۱۰ کسه خپل افغان خپلوان هم ځان سره هوایی ډګر ته راولۍ!
20/n
یعنی د بهرنیان دا دستور سوی پروګرام وو چې څنګه دا وښیی چې افغانان د طالبانو نه تښتی! حال دا چې دا د دوی پلان وو، ځکه ټول هوایی ډګر ته تلل. خیر بیا یی دوی ته یو خاص کوډ ورکړئ وو او نوموړئ خپل کورنۍ او خپلوان ټول د هوایی ډګر خاص دروازې نه په امن تیر سوی وو د دوی په وینا،
21/n
هلته لیدلی وو چې ډیره ګډوډی ده که۲۰کسه یی هم له ځانه سره بیول کولائ سوئ..اوداکوم کسان چې لاړل دانوهغه بی روزګاره ځوانان ول چې دغنی حکومت کې هم لډرلډر بیکاره ګرځیدل..باووجود چې تحصیل یی هم درلود...خیر تراوسه پورې ډیرۍ خلک دخارج تلو په ارمان لکه جلاب چې یی کړې وی ناقراره دی..
22/n
الله لپاره نه ځی دوی، دا هجرت نده بلکه د خارج له شوقه ځی خصوصا هغه میرمنی چې خواښی خسر سره ژوند کول نه غواړی.... او د غرب انفرادی ژوند یی خوښ وی... خو ځینی بیا خپل اولاد مستقبل لپاره چې ښوونځی تړلې دی مجبوره دی چې بل ځای خپل ژوند جوړ کړی.
23/n
خو امرییکه ۲۰ کاله د حقوق بشر او حقوق زن په نوم یی استخباراتی پروژی مخته وړه او دلته یی خیټه اچولې وه، خو اوس یی داسې بندزیونه لګولی چې نه حقوق بشر سته او نه حقوق زن ته درناوئ لری دوی. یعنی دې بی عقل مخلوق یی همدې کاذب پروژو کې احمقان جوړول خو دا مخلوق بیا داسې په ځان غره ول
24/n
چې ته به وای امریییکه د دوی بابا ده.... خیر دا تکراری خبرې دی، څه به مو سر درخوږ کړو...همدې آګست کې مونږ کره د پورتنی خپلوانو یو ۷ کلن ماشوم کله راتلل چې بهر نه راغلی وو، دی ته ما د افغانستان د ویاړنو خبره کړی وه، یوټیوب کې مې ځینی بهرنی ویډیو ورته ښودلی وو
25/n
چې څنګه افغانستان تل دیرغلګرو هدیره ده، هغه په هماغه ماشوم ځان خپل افغانیت او اسلامیت باندی غیرمستقیم پوهیدم چې څنګه ویاړی او علاقه یی درلود چې طالبان ووینی، ټولو ته به یی ویل زه د طالبانو پلوئ یم،نو مونږ به ورته ویل ته خو ږیره نه لری، طالبان چې کله تا ووینی بندې کوی به دې،
26/n
نو تلئ وو په سر یی لنګوټئ ته ورته کوږ ووږ ټیکرئ تاوو کړئ وو او کوم بالښت نه یی مالوچ ویستلی وو اوځان ته یی ږیره جوړه کړې وه..خیرډیرمو وخندل.. بله ورځ کوڅه کې لکه څې کوم طالب سره یی روغبړ کړئ وو او لاس/قول یی سره ورکړې وو،کور ته راغئ دوومره خوشحاله وو چې په جامو کې نه ځایید،
27/n
ویل یی طالب راته لاس/قول راکړ..خیردا دیو ماشوم فطری احساس وو چې دافغانستان په تاریخ دومره ډیرخبر هم نه وو، خو د افغانستان ګوټ ګوټ ځمکه آسمان داسې ډاډمن ښکاریده،هواداسې صاف او پاکه وه چې تنفس په کې آزاد او صحی وه، هر وګړئ که ګناهکار ووکه بیګناه هریو به سروخت خپل کورونوته تلل
28/n
لکه قیود شب ګردی چې لګیدلی وی، داسې ښکاریده لکه شیطانان چې ټول ټړل سوی وی : ) په روژه کې وای شیطانان تړل کیږی، کابل خو داسې وو لکه شیطانان چې ریښتیا په تیښته ول یا تړل سوی وو! بله ښه خبره دا وه چې شاغلئ خلیل الرحمن حقانی په زوره که په رضا وه
29/n
کابل کې ځینی سیاسیونو سره کتل چې دا خلکو ته لږ ډاډ ورکول چې جګړه به نه کیږی. عفوه وسوه، ډیرۍ مخکینی چارواکو لپاره دا ښه زیرئ وو. همدې حال کې هم ځینو مغرضو کړۍ به چې شاغلئ خلیل الرحمن سره لیدل هم به یی بیا پسې شا ویل چې پاکستانی
30/n
جنرالان ورسه ول.. یا به یی ویل چې دفتر کې یی هر وخت پاکی استخبارات ناست دی.. یعنی داخلک چې عفوه هم ورته سوې وه ځینې څومره مغرضه ول چې د دوه جګړو مجاهد/غازی یعنی افغان مجاهد یی پردو پورې تړله.. څنګه به یو میړنئ اومشهور افغان لکه شاغلئ خلیل الرحمن حقانی داسی خیانت کولائ سوائ؟
31/n
چیری هم نه! ځکه تاریخ یی بیا تر ابده ټولې کارنامی په بدو لیکی، نو دا ټول تهمتونه ول، د هاغه خلکو چې خپله وطن مور یی په ناټو او امرییکه خرڅه کړې وه....
32/n
طالب شاځلمیانودمه جوړه نسوه،امنیت یی په غاړه سوه،دپنجشیرتصفیه اوملک الطوایفی ختمول یی په غاړه سوه،دوی دخوراک ډوډۍ اوپیسی نه درلود،چاکیسه کوله کابل کې چې طالبانو دوکانونو نه لس شل روپۍ ټولول بیایی انګورورباندی وچه ډوډۍ سره اخیستل هماغه به یی دغرمی اوشپی ډوډۍ وه..
33/n
کلیوکې بیاخلک لږشرف لری هغوی به ټولو نوبت کول، دا شپه دپلانکی کور نوبت ده چې باتورو غازیانو ته ډوډۍ تیاره کړی، چا وچه، چا تروی، چا مستی، چالوبیا، چا شوروا، چا وریځی، چا نخود یا بله ترکارۍ به یی خپل وسې پورې (که څه هم بیوزله خلک بی وسی ول دغنی دحکومت نیستۍ کې له مخکی نه کړیدل
34/n
خو بیایی هم زړه پراخه وه...) غازیانو ته تر ډیره وخته ډوډۍ تیاروله. چا به خامخاه ډوډۍ ورته نه ورکوله... وسه او نیت پورې خبره به وه نو... خو دا شهید پرور، یتیم او غازی پرور مجاهد ولس ډیره قربانۍ ورکړی او د دې فتحی د ویاړ او امتیازاتو مساوی شریکان دی!
35/n
خیر زه خپله کور ته سودا یا درمل چې څه اړتیا وی راوړمه یی، نو آګست او سپتمبر کې چې کله سودا پسې تلمه د ښځو شمیر لکه مخکی نه وه په لارو کوڅو کې، لمړیو ورځو کې محدودو ورځو لپاره قیمتونه لږ ښه وو لا ارزانه سوی وو ځینی توکې، خو ورو ورو قیمتی شروع سوه.
36/n
دوهمه میاشت کې زه به ښاری بس هغه لس افغانی موټرونه چې وی کله په کې تلمه سودا پسې، ترڅې ووګورم څه خبرې دی زما د افغانستان امپراطوری کې. یوه ورځ یوه بی وځله ښځه داسې خپه ناسته وه او کلینر ته یی د لس په ځای پنځه افغانی ورکولې، کلینر ورسره لانجه کوله، نو ما ورته پیسی ورکړی،
37/n
دې ښځې من نه وکړه، ویل یی پیسې نلرمه، پلانکی وزارت کې پیاده ومه، د دفتر پاکول و غیره به مې کوله، خو اوس طالبانو ویلی چې ښځی دې نه راځی نور کار ته، ویل یی چې خاوند یی چرسی وو مړئ او ژوندئ یی دا ۷ کاله کیږی نده معلوم، څلور بچی لری، زوی یی هم وړکئ ده او کوم معیوبیت هم لری...
38/n
دا ښځه غریبه دیسڼټ انسان ښکاریده یعنی هغه دروغجن پیشه یی خیرات خوره نه وه. نو ما ورته ویل که چیرته درته کوم کور کې کار پیدا سی کار کوی ، ډیره خوشاله سوه، زمونږ خپلوان ول دوی لږ شتمن ول او یو ځلی ویلی وو چې که څوک اعتباری خدمه څوک پیژنی. دې ښځې ویل حاضره ده
39/n
هماغی وزارت یو همکار څخه ضمانت راوړی، خیر هغه خپلوانی ته می وویل ضمانت او اعتبار مالومول یی ستاسو، خو بیا هلته یی کار پیل کړې وه، څو میاشت هغوی سره کار وکړه بیا چیرته دا مرستې اخیستلو کې بیروبار کې ولیدلی وه او لاس یی لکه څې لږ کسر کړئ وو بیا یی کار پریښئ وو،
40/n
خو هغه کورنۍ ورسره مرسته کوی، په هرصورت دا مې ځکه وویل چې د دې ښځی په شان ډیرۍ کونډی او بی سرپرسته ښځی دی چې خپل کور او بچی چلوی باید عدل ورسره وسی.
41/n
بله ورځ کاکا سره ټکسی کې کابل مرکز ته، یو سر نه بل سر ته لاړمه (که غواړۍ چې د ښار له حاله خبر سۍ نو ټکسی کې ولاړ سۍ ، دا ټکسی وانان د هر بل مشتری کیسی او احوال بل مشتری ته کیسه کوی، هر څه نه خبر وی، او ښه هوښیار هم وی که پوه سی چې طالب پلوه یی، د طالب صفت درته کوی،
42/n
که پوه سې چې د جمهوریت پلوئ یی یا ځان ورته خارجی معرفی کړی بیا نو هماغسی درته د طالب منفی ټکی درپه ګوته کوی، ډیر چټاقان دی.. خیر روزی ګټی نو.) خیر دا ځلی الحمدالله خلک خپل کار او روزګار کې په آرامه او امن فضا کې بوخت ول، ګڼه ګوڼه هم الحمدالله ډیره سوې وه،
43/n
او ترکاری ښه پریمانه او ارزانه وه (داغریب دهقانان/بزګران به څه ګټه کوی یو من رومی هغه وخت په دیرس افغانۍ وی.. الله موچاره وکړه چې خواری مو ډیره وی او ګټه مو هیچ برابر... خو حق حلاله رزق ګټۍ روزی مو سه!) ښځینه هماغسې لکه مخکی چا حجاب، چا چادری، چا تنګ برجس او ښه آرایش سره،
44/n
چا په کې لوی، چا وړه ټیکړئ په سر کړې وه. کابل شرقی او جنوبی ځینو ولایاتو ته په میلمستیا لاړو ژمی کې، پسرلی کې او هم اوس اوړی کې! که د مخکینی حکومت مامور دی، که غیر حکومتی ټول آزاده هرې خوا تلئ سی. ، امنیت الحمدلله برقرار وو/ده.
45/n
د امارت سپین بیرغ په هر چار راهی او منار باندې رپاند او هسک وو. په عموم ډول کوم خلک چې څو میاشت مخکی غنی حکومت کې ژوند ښه وو هغوی اوس هم کولای سوئ یوه مړۍ ډوډی خپل جیب نه ووخوری (خو ټولو نوهمدوی خپه ول، ځکه د همدوی پاچاهی ړنګه سوې وه)، او هغه څوک چې څو میاشت مخکی وږی ول،
46/n
او معاشونه یی نه وې اخیستې، او یا معاش نه درلودې هغوی اوس هم په قرض او وام په ډیر ستونزو شپه او ورځ سبا کول خو بیا یی هم توکل په الله تعالی وه، خصوصا ولایاتو کې، خلک د امنیت څخه راضی او د ژوند ساه یی وروسته له ۲۰ کالونو په آرامه او سوولییزه فضا کې اخیستل،
47/n
خو یوازی ستونزه دا وه او دا ده چې امرییکه او اروپا بندیزونه لګولی، کنه افغانستان په خپلو پیسو کولائ سې په خپل پښو ودریږی. ځکه زمونږ نفوس ډیر کم ده که مدیریت سم وی او نیت او عمل پاک او ریشتینی وی دا ملک به د سیمی سرتاج وی په خود کفایی کې!!
48/n
اوس به د ټکسیوان ځینی کړی کیسې او یا هم ګنګوسې درسره شریکه کړم، دا چې څومره حقیقت ده پوهیدل کیږی، کومه خبره چې به ټکسی وان کوله ما به نورو نه هم معلومات کوله ځینی به ریښتیا وی ځینی ګنګوسې.
ټکسی وان ویل چې یو مشتری یی کیسه کوله چې ځینی خلک دومره موقع پرسته وی
49/n
او خپل ګټو ته ګوری چې که لاس یی ورسیږی خلک خام خپل خیټی ته اچوی هغه داسې چې وای هاغه شخصی کورسونه، د لوړو زدکړو موسسی یا دفاتر یا ښوونځی چې په کرایی تعمیرونو کې خپل تجارت مخ ته وړله هغوی ټول د طالب راتګ سره هم بند نه سول او تجارت/درس یی روان دی ،
50/n
خو طالبانو راتګ سره دې ټولو د دې تعمیرونو څیښتنانو ته کرایه ورکول بند کړل. کرونا وخت کې خو بهانه جوړه وه، دا ځلی دوی بیا د طالب په بهانه د کور دڅیښتنانو پیسۍ خوړلې حال دا چې د امارت په دوهمه میاشت ټولو بیرته د محصلینو په مخ خلاص ول او خپل کار یی بیرته پیل کړی وو.
51/n
دا مشتری وای د همداسی کوم تعمیر څیښتن وو او وای کیسه یی کوله چې ښه پوهیږی چې دا ځینی موسسی جعلی ډیپلومونه خرڅوی، جمهوریت وخت کې خو سم تجارت وو او حتی اوس وای هم ډیپلومونه خرڅوی خو د تعمیر کرایه ته وای پیسی نلرو، یو په کې وای خارج ته وتښتید، محصلین ټول سرسبیل پاتې سول،
52/n
نوداکس وای ویل چې طالبانونه یی مرسته ووغوښت اوطالبان یی دهمدې کرایه نشین پسې راوبلل،هغه موسسې والا هم وای طالبان راوستی ول،او دواړه یوبل ته ویل څې مونږ په حقه یو..خو وای طالبانویوه پریکړه وکړه،نه یوازی وای کرایه راباندې کمه کړه کرایه نشین ته،دڅو میاشتو کرایه یی هم ورته وبښله
53/n
هغه پاتې پیسی یی وای تر نن ندی راکړی حال دا چې وای ښه پوهیږو چې ښه ډیر محصلین لری، ډیپلوم هم خرڅوی او همدې طالبانو راتګ نه یی وای ځان ته خارج لپاره کیس هم جوړ کړئ او اوس په تمه ده چې څه وخت یی کیس قبلیږی چې وتښتی او هر څه داسې په ډاګ پریدی...
54/n
دا غریب مشتری وای اسویلی کولې چې نور نه پوهیږی څه وکړی... طالب ته بیا عرض وکړی که څه وکړی...
خیر دې دې ټکسی وان کیسی پورې مو بیا نورو نه هم پوښتنه وکړه ډیر داسې پیښې سوی چې ځینی طالبانو ورته حل کړی ځینی د طالبانو په اڼډیوالی د کور څیښتنانو باندی معاف سوی...یا برعکس..
55/n
خیر دا خو انصاف نه سو، خو نه پوهیږو چې اصل ملامت به دوی کې څوک وی... جمهوریت کې خو ټولو په ډالرو کرایی ټولولې.... ښه ډیرې...
ښه ټکسی وان بله کیسه کوله وای یو مشتری ویل چې اعصاب ورته خراب سوئ چې کومه دروازه وټکوی،
56/n
وای مکرویانو کې کومه پروژه ده، دوی په قسط په کې کور اخیستئ وو کرزی وخت کې چې تر اوسه ټکڼی سوئ او څو قسطه یی هم ورکړی، خو اوس وای هغه کانټرکټر کور په قیمته په نورو خلکو خرڅوی او اصلی څیښتن ته یی وای چې دا کور یو طالب اخیستئ... اوس دا غریب کس وای طالب سره څنګه وکړو؟
57/n
ښه وای پوهیږو چې کانټرکټر دروغ وایی کور یی په طالب خرڅ کړې نه وی خو طالب نوم خلک ته یادوی چې ویډار کړی.. بله کیسه یی کوله وای تعمیر جوړول ټول بند دی، خو د دوی د خپلوانو ګاونډیان وای د ناحیی انجنیر ته پیسی ورکړی او بیا په ناروا درګرده کور جوړوی.. انجنیر وای راسی کاربند کړی،
58/n
بیاورته پیسی ورکړی بیرته کار پیل کړی..(دا دشاروالی دورستی امرڅخه مخکې خبره ده)
ټکسیوان بله کیسه کوله وای دا سپیدار کې چې سیاسی معاون ده، دا د آی اس آی غړئ ده او لور یی یو پاکستانی جنرال ته واده ده.. ویل یی مونږ سپیدار نه ښه خاطره نه لرو یو ځل په کې ډبل اوډلا/ګل مرجان ننوت
59/n
بیا نه راوتل ورنه اوس بیا سیاسی معاون داسې ښکاری چې په زوره سپیدار باندی قبضه کړې وی، نه یی کار مالوم ده خو بودیجه په مفتو کې مصرفوی...بیا یی ویل "ولله جای کې حقانی استک خوستی، ځدران و پکتیاوال سرش جم استک و جای کې ملا یعقوب استک کندهاری سرش جم است..."
60/n
ویل یی خپله افغانستان کې دوومره تکړه خلک سته هغه یی پریښی ورسره تماس نه نیسی خو د مخکینی نظام مفسدینو ته یی د راتګ کمیسیون جوړ کړئ.... (خیر ټکسی وان نه پوهیده او خپل عقل او سیاسی پوهې عمق پوری یی فکر کول، یعنی ژور فکر یی نه درلود اوخپل د ټکسی د مشتریانو خبرې یی کولې
61/n
او پدی نه پوهیدل چې دا کمیسیون ډیر مهم او اړین دنده مخ ته وړی، او د دې هیواد هوساینی لپاره باید ټول افغانان په ځای د دی چې طرف واقع سی باید لکه عام وګړی بیرته خپل هیواد ته راسی او خپل شخصی ژوند مخ ته ویسی. مونږ یی هرکلئ کوو، خو هیواد کې چې څوک پاتی دی او ندی تښتیدلی،
62/n
پاک او با استعداد خلک ول نو باید د دوی پوهی او تجربی نه ګټه پورته کړی د افغانستان اسلامی امارت یی باید په دندو وګماری، خیر مشاورین دی وټاکی!) بیا یی ویل وای دفترونو کې مفسد مامورین لکه مخکې، خلک خطا باسې، طالب خبر هم نه وی چې خلک نه ځینی ځایونو کې رشوت اخلی دا مامورین...
63/n
ویل یی لسم حوزه ده که ناحیه،فکرکوو وزیراکبرخان سیمه ده وای ناحیه کې داسې انجنیران سته چې۲۰کاله یی شورا نظار سره ټول وزیراکبرخان پاک چور کړل په رشوت او خیانت،هماغه وای اوس هم په دندو دی..(خیر ټکسی وان بیانه پوهیده چې هماغه مفسد خلک بایدپه دندو وی تر څو دوی نظر لاندی وی
64/n
او کوم چالاکیانی چې کولې هغه باندی امارت هم خبر سی، امارت به داسې خلک پیژنی او څاری یی کنه؟!)
دا ټول مې ځکه ولیکل چې چارواکی متوجه سی، دا په ښکته کچه مفسد مامورینو کې اوس هم فساد روانه ده، چې باید ټیت رتبه طالبان ورسره لاس یو نکړی.
دا وو د ټکسیوان کیسې...
65/n
همداسې ځینی ټیټ رتبه چې طالب هم دی ځینو مسایلو حل وروسته یی د شیرینی په ډول یی لکه چې پیسی اخیستی، که د شرینی په خوږه آموخته سول بیا رشوت ته هم لاره جوړیږی. خو فکر کوو ځینې خلک په خپل رضا په ښه نیت هم دوی ته پیسې ورکړلې وی، خو احتیاط لازم! پوهیږم دا په ټیټه سطح وړې پیښې دې
66/n
بله خبره چې د زمونږ خپلوانې محصلانې چې پوهنتون کې سبق وایی ویل چې کوم طالب ورونه چې هلته امنیت په غاړه لری خویندو ته خورا ډیر احترام لری، با ووجود د دې چې ځینې ښځینه محصلات ځینی وخت دوی ته ډیر سپکاوئ کوی او سپک الفاظ د دوی په مخ ورته په پاړسی او هزارګی ژبه کې وایی
67/n
خو دوی وای خورا لوړ اخلاقو نه ورته هیڅ نه وایی! ویاړم درباندې زما باتور او شاځلمي غازی غازی طالبان ورونه! ستاسو بیوزلی او اخلاق به دوی هرو مرو وشرموی او مخونه به یی تور سې.. ۲۰ کاله همدې طبقې ټول افغانستان یرغمال نیولې وو!
68/n
سل په سله متیقن یوچې الحمدالله دافغانستان دا ا چارواکی تر ادنی سرتیرئ لکه خپل ایمان اوعقیده داسې کلک هوډ لرې چې دا وطن جوړ اوسوکاله دې کړی.خو دټیټې کچې غیرقانونی مخنیوئ ځکه مهم دی چې عام خلک ورسره سراوکار لری،چې عام خلک درباندی شک وکړی بیاټوله ټولنه بی اعتباره کیږی درباندی.
69/n
په مجموع کې الحمدالله دافغانستان ا.ا یوکلن مزل دجمهوریت۲۰کلن مزل نه مخ په وړاندې ده!سره دبندیزونو! نړیوالو فکرکول چې دافغانانو د دستار سرونه به ناکام سی، خو برعکس دافغان د دستار سرونه لاشملورې سولې!عام افغان پکې دامن ساه اخلی، ځکه چې افغانستان یوازی کابل پورې مور محدود نده،
70/n
د افغانستان ۳۳ ولایات ټول خوشحاله دی، سړه یی خوری لږه یی خورې خو په آرامه یی خوری، او اقتصادی وضعیت قطعا دومره بد ندی لکه بهرنی میدیا چې یی لیکی. لکه څنګه چې د حقوق بشر په هکله دورغ ویل کیږی، لکه څنګه چې شریر کړۍ بهر تللو لپاره دروغ افواهات خپروې زمونږ حکومت په ضد،
71/n
ځینی مافیایی کړۍ خپله قتلونه وکړی ترڅو وضعیت خراب وښیی او خارجیانو ته ووایی چې ژوند مو په خطر ده فلانکی همکار طالب مونږ ته وواژه..
سو تغذی خپله ملل متحد خپروی لکه افریقا کې چې تر څو زه افریقا پیزنم سو تغذی روانه ده..ملل م هر مغذی درمل ماشومانو ته خیراتوی، زه ورباندې شک لرم..
72/n
او یا هم هر بل کس د "همه شموله" خبره کوی، او د مشروعیت خبره کوی... د جنګسالارانو او مافیایی کړیو همه شموله نور افغانان نه غواړی، همدا اوس هر ټبر که تاجک ده، که ازبک، هزاره، پښتون هر یو ملک د ن نه یا بهر د دې چورواکانو په ورکیدل خوشحاله دی، او ستاینه مو کوی،
73/n
ګورۍ چې د عفوی کمیسیون ته څنګه یو مفسد راځی ټول تاسو ته بد وایی چې طالب ولی دا کسان پریدی، خو که په وطن مین یو کس راځی ټول یی صفت کوی چې نوموړئ په وطن مین شخص دئ. نو یوازینئ همه شموله که مونږ منو هغه د مسلکی خلک او د ښځو ګډون ده په حکومت کې، نور قومی همه شموله نه منو!
74/n
که د هر قوم وی خو چې د کار سړئ وی، او د وطن خوواخوږئ وی، افغانان یی منی. که اراده او مدیریت قوی او ریښتنئ وی ملک مو جوړیږی. هو که بندیزونه لری سی، ځینی پروژی پیل سی زما خوار ولس به په موړ نس ډوډۍ ووخوری.
75/n
زما افغانستان یوازینئ سیال ملک ده په نړۍ کې چې د۵۲ کاپراو منافق له شراو ښکیلاک نه یی ځان خلاص کړ،خو کافرنه هم ډیر منافقین افغانانو باندې قصوری دی،او زمونږ په خپلواکی یی حسادت راځی،او د کندې کیندلو هڅې کوی راته، ځکه باید ډیر بیداره اوسو،شپه او ورځ یو کړو چې که څوک مو په رسمیت
76/n
پیژنی هم نه په خپلو شته وو ځان بسیا کړو. اتفاق، اتفاق او اتحاد!
خیر پدی دواړو اخترونو کې الحمدالله د دې کړیدلی هیواد ریښتیا چې اختر وو! ماشاءالله دومره ګڼه ګوڼه چې مخکې داسې نه وو، شپه ورځ هر وخت خلک آزاده ګرځیدل. تجارت هم ښه سوئ، عام خلک هماغسې خپل تجارت کوی،
77/n
هو هاغو چې قیمتی تجارت درلودل او دکاذب اقتصاد او ډالری پیسو اومعاشونو یوه برخه یی جوړوله، دهغوی کارنه چلیږی دومره.
بله خبره مخکې به جګړه وه که چاخلک واده کې خبرول کابل نه اطرافوته نه سول تلئ اواطراف نه به کابل ته نه سوائ تلل خواوس چې امنیت جوړ ده دخلکو د ودونو مصرف ډیر سوئ🥳
78/n
ټول ماشاءالله لوی واړه څو شپو ته خپلوانو کره چپه کړی...

باور وکړۍ ژوند کې لمړی ځل داسې په اطمینان کی یمه، افغانستان ته مې په اطمینان کې یمه، تاسو به راپورې خاندۍ خو دا چې مو کاپر په رسمیت نه پیژنی بیخی راته قلبی او روحی اطمینان راکوی
(اوس به وایۍ چې جار اشرف غنی بابا هم ویل چې څنګه جګړه ډیره وی زه په اطمینان کې یمه....نه داسې نه)، هو د تش په نوم مسلمان هیوادونه مو چې په رسمیت نه پیژنی پدی ورته خپه کیږمه چې د امت مسلمه واک او اختیار د کومو منافقینو او سرټیټو په لاس کې ده... د امت په حال راته ژړا راځی،
79/n
چې څنګه د ځان اختیار نلری، او چې کوم فلسطینی بیوسه وګورو په ځان او افغانستان په ملیون شکر وکړمه چې یا رب د دوی زړونه به څنګه له بیوسې نه چوی، او خپل د هیواد د سر خیر لپاره دعا وکړمه چې یا رب دا ملک مې د نظره مکړې، خوار او ذلیل حسودو سترګو نه یی په امان اوعافیت کې وساتی.
80/83 👇
همدا چې خپلواکه یو باور وکړۍ داسې په الله تعالی باور لرمه چې الله به مې هیواد یوازی نه پریدی، افغانان مې په دین او وطن غیرت کړئ، الله به مې افغانستان یوازی نه پریدی ، روزی به رسوی... دا زما شخصی احساسات دی، خو پدی عقیده هم یمه که زمونږ د چارواکو مقصد دین او وطن وی،چې ده،
81/83
اوڅوک خیانت وو نه کړی، وطن مې خرڅ نه کړی نو الله تعالی به د افغانستان مل وی، الله تعالی به دنیاوالو ته معجزه وښیی! چې همداسې چې افغانانو په کومو بی وزلیو خپلواکی وګټله همداسېه افغانان کولای سی پرته د چا د غلامی په لوړ سر، قوی عزم ، عقل، تفکر او استقلالیت خپل وطن هم جوړکړی
82/83
هغه دښمنان او منافق دلالان چې یی غواړی یوځل بیا افغانانو ته داعشی دښمن جوړکړی، یا یی د تاجک پښتون یا شیعه سنی په نوم وجنګوی، یا الله ذلیل او ناکامه یی کړی، آمین.

زړه مې د شیرین وطن په مینه داغیدلی ده
خدایه ته حافظ اوسې د ټول افغانستان

#آزادي، #خپلواکي، #سنبله۹ #أفغانستان
83/83

• • •

Missing some Tweet in this thread? You can try to force a refresh
 

Keep Current with Pashtyaana Afghan 🇦🇫

Pashtyaana Afghan 🇦🇫 Profile picture

Stay in touch and get notified when new unrolls are available from this author!

Read all threads

This Thread may be Removed Anytime!

PDF

Twitter may remove this content at anytime! Save it as PDF for later use!

Try unrolling a thread yourself!

how to unroll video
  1. Follow @ThreadReaderApp to mention us!

  2. From a Twitter thread mention us with a keyword "unroll"
@threadreaderapp unroll

Practice here first or read more on our help page!

More from @PashtyanaAfghan

Mar 14
As part of the #houseTohouse_search in #Afghanistan 1.5-2 wks ago our house was also searched by #Taliban/the #IEA Sec forces in Kabul (I think ministry of Defense forces). A female police accompanied them as well as our masjid's Imam, area's municipality rep & district rep.1/12
The search took <10 mins.The female police entered first, politely greeted us & requested the females stay n 1 room. She was from republic's time but in full hijab & a mask on her face. She didnt search anything but let her male colleagues know which room the females were at.2/12
So we didn't even see the male security personnel. We had our money, jewelry, electronics (phones, computers, etc) in the rooms (visible to the naked eyes), one or two unused military uniforms in their usual accessible place. But they didn't even touch any of these. 3/12
Read 13 tweets
Mar 2
د ویاړلې او سرلوړې افغانستان اسلامي امارت شپږ میاشتینی سوه!
مبارکي راکړئ عالمه زما د خوښې "امپراطوري" خپلواکه #افغانستان ۶ میاشتینی سوه! داسې یی بوله چې افغانستان له کوما ووته! شعور یی بیا راژوندئ سو، لاس او پښې کې دمه پیدا سوه، سترګې راغړوی، غږ اوری، بیا خبرې کوي،
۱-۷۳ ټریډ 🧵👇
لاس او پښی خوځوی، مسکا کوی،خاندی او اوښکې هم تویوی..،بیا به د دریدلو هڅه کوي، راپورته کیږي،په منډو به سي، خپل شلیدلی ګریوان به راټول کړي خپل زخمونه ټکوروي، دبدن هغه غړي چې یی شهید، یتیم، کونډه او معیوب سوي، د هغه د پرهارونو او بی وزلیو پوښتنه کوي،۲/۷۳
#دکب_لسمه
#Afghanistan #IEA
خپل د کور، کلي اوملکیت پوښتنه کوي،د چور او تالا حساب اخلي، پګړۍ یی په خیال او اوچته شمله په سر ده،د بورې مور،خور ټکرئ به ورپه سر کړي، حیا به یی خوندي کړي، دتعلیم او تحصیل په زیور به یی سمبال کړي او دعزت مقام ته به یی ورسوي،زما، زما د ابا او نیکه امپراطوري به د سیالانو سیال سي! ۳
Read 82 tweets

Did Thread Reader help you today?

Support us! We are indie developers!


This site is made by just two indie developers on a laptop doing marketing, support and development! Read more about the story.

Become a Premium Member ($3/month or $30/year) and get exclusive features!

Become Premium

Don't want to be a Premium member but still want to support us?

Make a small donation by buying us coffee ($5) or help with server cost ($10)

Donate via Paypal

Or Donate anonymously using crypto!

Ethereum

0xfe58350B80634f60Fa6Dc149a72b4DFbc17D341E copy

Bitcoin

3ATGMxNzCUFzxpMCHL5sWSt4DVtS8UqXpi copy

Thank you for your support!

Follow Us on Twitter!

:(